افغانستان

پومپیو: د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ مذاکرات به پیچلي وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او افغاني جهتونو مذاکراتي ټیمونو ګډې ناستې پیل شوي او د افغانانو هیله مندي هم ورته زیاته شوې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ددې مذاکراتو د پیچلتیا په هکله خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ ترسره کېدونکي بین الافغاني مذاکرات به ساده نه بلکې پیچلي او سخت وي.

نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ امریکا کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړي او استدلال یې کړی چې له شلو کلونو وروسته افغانان د سولې خبرو ته ناست دي، ځکه به ددوی ترمنځ خبرې سختې او پیچلې وي.

د شنونکو په باور په داسې حال کې چې طالبان او افغاني جهتونه د سولې خبرو ته ناست دي او د دواړو مذاکراتي ټیمونو مشران او اعضاء د خبرو پایلو ته خوشبین ښکاري، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تازه څرګندونې ددې ښکارندويي کوي چې امریکایان په قصدي توګه غواړي د سولې خبرې سختې او پیچلو پړاوونو ته بوزي، ترڅو ددوی د لاسوهنې لپاره زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x