روغتیا

چاغوالی بې ویروسه «نړیواله وبا» ده، ځانونه ترې وژغورئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۹ل): روسي ورځپاڼې «نووستي» د نړۍ په کچه د چاغوالي د ډيروالي خطر له «وبا» سره پرتله کوي.

دغه ورځپاڼه لیکي، د ملګرو ملتونو د وړاندوینو پر اساس به په نړۍ کې له ۱۳۰ ملیونو زیات کسان د لوږې سره مخ شي. مګر بل لوري ته به ځینې پرمختللي هېوادونه د چاغوالي د ستونزې سره مخ شي، کوم چې یو جدي ګواښ دی.

لکه څنګه چې پوهیږئ د کرونا وبا د خپریدو پرمهال په یو شمېر هېوادونو کې خلک تر کورونو محدود وو او د عادي خوړو پرځای یې خلک بازاري زیانمنو خوړو یا فاسټ فوډ ته اړ ایستل.

اوس ځینې معلومات په ګوته کیږي چې په پرمختللو هېوادونو کې د چاغوالي په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له هغو څخه زیات دی چې په بېوزله هېوادونو کې له لوږې کړیږي.

د بیلګې په توګه، د یادې روسي ورځپاڼې په وینا، د بریتانیا هېواد دوه په درې برخې خلک له چاغوالي سره مخ دي، غیر صحي خواړه له ۷ څخه د یوه تن د مړینې لامل کیږي، او د لوړو طبي لګښتونو لامل کیږي.

په نړۍ کې تر ټولو زیاته پیژندل شوې خبره ده چې ډير وزن لرونکي کسان د شکر ناروغۍ، زړه ناروغۍ او په سرطان د اخته کېدو ډیر احتمال لري. ډاکټران دغه ډول ناروغانو ته د وزن کمولو او ورزش کولو سپارښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو د محاسبې له مخې، د ژوند د بېلا بېلو ظروفو او حالاتو له کبله په نړۍ کې درې ملیارده خلکو ته صحي خواړه نه مهیا کیږي، کوم چې وزن او چاغوالی زیږوي، او دا په حقیقت کې یوه نوې «وبا» ده.

ورځپاڼه زیاتوي، له دې امله که اړین تدابیر ونه نیول شي د اضافي وزن او روغتیایي ستونزې چې چاغوالی یې لامل کیږي، په راتلونکو لسو کلونو کې به د روغتیا کلني لګښتونه ۱.۳ ټریلیونه ډالرو ته زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx