نظــر

د افغانستان د جهاد تاریخي پس منظر «دوهمه برخه»

لیکوال: ابوالحسن علي ندوي

ژباړه:  عبدالولي خلیل

د افغانانو په ژوند کې د بدلون حقیقی لامل دا و چې الله تعالی پر دوی باندې د اسلام له برکته د درو ممتازو صفتونو لورینه کړې ده.

(۱) د یوه ستر پیغام وړاندې کول او د هغه پایلې تر لاسه کول.
(۲)د انساني نوعیت او خارجي دنیا په هکله یو پراخ نظر لرل.
(۳) د الله تعالی پر نصرت باندې پوره باور درلودل او د کوښښ او محنتونو پر مثبتو پایلو باندې یقین لرل.

دا هغه درې مهم عناصر دي چې د یو قوم په کړنلاره کې نوی تشکیل ایجادوي، نوی ژوند ورکوي، نوی تاریخ جوړوي او نړۍ په خپل پټ او نامعلوم طاقت د حیرانتیا اوج ته رسوي.

مخکې تر دې دغه قوم نه کوم پیغام درلود او نه یې د کوم مقصد کوښښ کوی، بس په یوه کوچنۍ منطقه کې به محصور وو او د خپلو څارویو په پاللو به بوخت وو، ډېر وخت به په خپلو کې سره اړم وو، لکه یو عرب شاعر چې ویلي دي.

واحیانا علی بکر اخینا
اذا ما لم نجد الا اخانا

چې کله یو جنګی قوم ته خپل دښمن په لاس ورنسي، نو کله یې پر خپلو وړونو هم را اړوي.
د خپل منځي جګړو پایلې د روحاني او اخلاقي فساد په شکل څرګنديږي، د جاهلیت په زمانه کې عربو  په خپل منځی جګړو کې ډېر شهرت درلود، یوه قوم به پر بل قوم، قبیلې پر قبیلې او یوې کورنۍ به پر بلې ځان لوړ بله او د ګذار لپاره به تیار سره ناست وو.

همداسې به افغانان هم د خپل جنګي فطرت د تسکین په خاطر، د ظلم، بربریت او ترهګرۍ د مزاج د اطمنان لپاره به په خپل منځي جنګونو مصروف وو، د هرې خبرې بدله به اخیستله، او د تش په نامه سپکاوي د انتقام لپاره به هم دوی میدان ته سره راوتل چې له دې پرته دوی ته کوم بل میدان خالي نه و، یو عرب شاعر ډير ښه ویلي دي.

الـنـار تاکـل نفسها
ان لم تجد ما تاکله

اور ته چې د سوځلو څه نه وی نو خپله خپل ځان سوځوي.

خو چې کله اسلام راغلی، لګه څنګه چې د عربو لپاره یو ستر پیغام او د بدلون لامل راغلی، همدغه حال د افغانانو هم سو، له اسلام مخکې دوی صرف د خپل خان لپاره ژوند کوو خو اوس د دوی زړونو ته د الله تعالی دغه فرمان وارد سوی دی او په عمل کې راوستی دی.

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ ءَامَنَ أَهْلُ الْكِتٰبِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفٰسِقُونَ [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 110]

اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسي ياست چې د انسانانو د لارښودني او اصلاح لپاره منځ ته راوړل سوې ده، تاسي د نېکۍ امر كوئ او له بديو منعه؛ او پر الله تعالی باندې ايمان لرئ. كه دغو كتابيانو ايمان راوړى واى؛ نو د همدوى لپاره ښه وه، كه څه هم په هغو کې ځیني د ايمان خاوندان سته؛ خو د دوى زياتره كسان له فرمان څخه سر غړوونکي دي.

د دوی زړونو کې دې خبرې هم ځای نیولی و چې دوی د باغ او کښت د فصل په څېر نه دی راشنه سوي؛ بلکې دوی د یوه هدف لپاره دي، لوړ لوړ عزمونه لري، مسؤلیتونه ور له غاړي دي، د دوی د کړنو لپاره خپل اهداف متعین دي، د دوی په زړونو کې دې خبرې ځای نیولی دی چې دوی داسي امت ( قوم)  دی چي د انسانانو له پاره په ځانګړي ډول جوړ سوی دی کوم چې د چور چپاول او ويني تويولو د جذبې د آرامولو له پاره په خپله نه دي پيدا سوي…

د دوی په ژوند او د دوی به خیالاتو کې یو خوندور انقلاب راغلی، اوس دوی د خپل ژوند مقصد او هدف دا وګرځوی چې د نړۍ د فتنې او فساد څخه د خالی کولو لپاره به هلي ځلي کوي او په دغه لار کې به قربانۍ ورکوي، تر هغو پوري چې صرف د الله تعالی بندګي شروع سي او انسانان له تیارو څخه راووځي ،  په رڼاګانو کې ژوند وکړي،د بنده له غلامۍ څخه خلاص سي، د یو خدای پاک بندګي وکړي، له تنګۍ څخه پراخۍ ته راسي، د نورو باطلو مذهبونو له زیادتۍ څخه وژغورل سي او د اسلام د عادلانه او منصفانه نظام تر چتر لاندې ژوند وکړي.

نور بـیـا………

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x