افغانستانسولې اړوند خبرونه

ضیاء مسعود: رهبران دې د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته پېښېدونکې جګړې ته چمتووالی ونیسي/ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د کورنیو جګړو د قوماندان «احمد شاه مسعود» ورور «احمد ضیاء مسعود» وایي، د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته په افغانستان کې خونړۍ جګړه پیلېدونکې ده چې د طالبانو مخالف مشران باید ان له اوسه تیاری ورته ونیسي.

ضیاء مسعود دغه څرګندونې په فرانسه کې هغو مراسمو ته کړې، چې د احمد شاه مسعود د تلین په مناسبت رابلل شوي وو.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغو څرګندونو ته په اشارې چې د افغانستان سرنوشت یې له دې وروسته د افغانانو مسئولیت بللی وو؛ ویلي، امریکایي عسکرد روسانو په څېر له افغانستانه په «غیرمسئولانه» ډول وزي، چې په تعقیب به یې خونړۍ جګړه پيلېږي؛ نو ځکه رهبرانو او مشرانو ته ښایي چې ان له اوسه تیاری ورته ونیسي « د افغانستان له رهبرانو زما غوښتنه داده، چې ان له اوسه باید تیاری ونیسي، کله چې امریکایي عسکر له افغانستانه وزي، جګړه پیلېږي، دغه اوس چې په کورونو کې راحت ژوند لري، موټر لري باید متوجه شي، چې یوه ورځ به یې طالبان د دروازې شاته درېږي او که یې وس ورسېد ټول رهبران به اعدام کړي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له « تروریستي ډلو» سره د «اغېزناکې» مقابلې په موخه باید سیاسي ګوندونه او رهبران سره یو شي، خلګ منسجم کړي او ځوانان راپورته کړي «په اروپا کې شته افغان ځوانان هم باید متوجه وي، چې د امریکا له وتلو وروسته جګړه پیلېږي او موږ باید له ځانه دفاع وکړو.»

د ضیاء مسعود له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه رسما پیل شوې او تېره ورځ د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټيمونو لومړنۍ مخامخ ناسته ترسره کړې.

په یاده ناسته کې د مذاکراتي ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې اورلې او د زغم، تحمل او صبر سپارښتنه يې کړې.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر «شیخ عبدالحکیم» یادې ناستې ته د وینا په مهال ویلي، چې د واک انحصار نه غواړي؛ بلکې د یوه سوچه اسلامي نظام لپاره مبارزه کوي.

د نوموړي په خبره، د سولې له شته فرصت باید ښه ګټه واخیستل شي او د بهرنیانو له فشار پرته باید ستونزو ته حل لاره وموندل شي.

ورته مهال د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» هم ادعاء کړې، چې له طالبانو سره د نظام په ډول، نوم او محتوی باندې خبره کېدلای نشي.

د شنونکو په باور، د جګړې د پای ته رسولو په موخه د پيل شوو مذاکراتو په جریان کې سوله ضد څرګندونې د ثبات لپاره کېدونکې هڅې پيکه کوي  او د دواړو لورو تر منځ شته واټن نور هم زیاتولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ودان ودان

شومو او منحسو پردي پالو سقاويانو تاسي له پخوا څخه پتېيلې ده چي د افغانانو سره د دښمنۍ او جګړو لپاره زمينه برابروئ او هر کله چي موقع په لاس درسي په هر ډول چي کېږي خپلي خبيثي څېري ښياست. تاسي بې له لنډغرۍ، اوباشۍ، خس دزۍ، کيسه برۍ، موردګوۍ، شر، فساد او فحشا او پردو له چوپړ وهلو پرته بل هنر نه لري او نه د بل سم اسلامي او افغاني کار جوګه ياست . مګر پوه سئ چي اوس پردو او افغانانو ټولو پېژندلي ياست، پردو نور ستاسي د اجيرولو وس او توان له لاسه ورکړی دی او… نور لوستل »

طوطی

پدی اساسو وخت کی چی د سولی خبری په دوحه کی روانی دی داسی بی مسؤلیته خبری بیغیر لدی چی خلکو ته شک او تردید پیدا کړی نور څه ګټه نلری. مسعودیان او لنډه غیر یی پدی ښه پوهیږی چی د سولی او یوه قوی حکومت په راتلو سره نور دوی بیرته خپلو وظیفو ته چی سقوی او پنچرمینی ده روانیږی. نور د لنډه غرو ټبر ورټولیږی، د اوباشانو، غلو جنایتکارانو مخه نیولکیږی نو ځکه سر له اوسه وارخطا دی چی څه وکړی. زه له الله نه دا توقع لرم چی یو معتدله اسلامی حکومت رامنځ ته، همدا اردو له… نور لوستل »

Adam Khan

It looks like this HARAMZADA is worried about his luxury life style in Kabul. He is correct, if Talib Jan takes control of the country, these criminal will not be able to keep their luxury houses anymore. First of all this HARAMZADA cannot resist the motion of Talib. The history is clear, even his brother (SHIR E PANJASHIR, BUZZ E KABUL) went to hiding. I feel sorry for the common Punjsheries that would be paying the price to keep the HARAMZADA luxury life style running. Second, Talib is an organized Islamic force with 90% support from the public of Afghanistan.… نور لوستل »

هادی هلال

ددوی په وینا ددوی قهرمان د الله تعالی ددوزخ سپی کړی. تر دغه لوی جاوسوس رزیل به نوی ددی په خولی کی اوس لکه چی فرانسویانو بیا د متیازو ځای جوکړ. دغه ملک همدوی تباه کړ الله ددوی تباه کړی. مونږه خویی غرق کړلو والله باالله له خپل هیواد نه نور په تیښته یاستو.

جمیل

دی لکه چی د فرانسی شرابو مست کړی دی ،دا واری به د کولاب لاره پر بنده سی .

عظیمی

خوله سمه پریکوه. ملی خاینه ! مونږ اوس افغانستان کی د رهبري په سطحه رهبران نه لرو یوازی او یوازی منافقین تالی څټی وطنفوروشه خاینین لرو. او یو یی ته او نور ستا د ورور دار او دسته ده. ځپل ګریوان کی وګوره تا افغانستان ته ـ پنجشیر ته څه خدمت کړی دی. ولی وارخطا یی. نه چه د حساب ورځ را نیژدی کیدونکی ده. اوس شرایط تغیر خوړلی دی په انټرپول به دی لاس تړلی دغه امریکایان و اینده دولت ته ور تسلیم کړی. که دی وکولای سواسی چه پښی سپکی کړی. نه به بیا دغه مزی وی نه… نور لوستل »

pattang

پښتانه بلا وهلې ، دپښتو او پختو له زامنو څه شی نه جوړیږي ! پښتانه ته پيسې دالر ورکړه خپل ناموس هم درباندې خرڅوي زما له دې ناوليو انسانانو څخه نفرت راځي !!
غني ، کرزی ، سیف ، ګلبدین او نور دلګان مشاورین …. دلته او هلته څوک دي ؟ هغوی خو ټول پښتانه دي‌.
غل لوچک چا ملي اتل که ؟ ‌کرزي بابا ، فهیم او ځناور دوستم چا مارشالان کړل ؟؟ کرزي او غني بابا . دا دلګان ټول بابا ګان دي خو هر یوو یې خپل قام او خپله ژبه خرڅه کړې ده !

Karwan

ضياء مسعود همداسي يو له تعصب نه ډک ستمي فاشيست دي لکه ورورئي احمد شاه مسعود او امرالله ناصالح. دغو مردارو ځيرو خپل دتبعيض او فاشستي امتحان ورکړي او خلک ددوي مرداري ځيري ښي پيژيني. نو اوس که ځوک په دغو شريرو عناصرو نور باور کوي، نو دا به لوي احماقت وي. دغه شريري ځيري بايد چه د سياست له ډګر څخه دهميشه لپاره ورکي شي. کاروان

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x