افغانستان

کابل کې د ملي امنیت یو ډګروال ترور شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو په کابل ښار کې د ملي امنیت یو ډګروال ترور کړی او تښتېدلي دي.

د پېښې عیني شاهدان د مقتول کورنۍ وايي، دا پېښه پرون د سه شنبې په ورځ ناوخته د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند «قلعۀ چه» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې په موټر سایکل سپرو وسله والو د ملي امنیت د افسر ډګروال محمدامین حیدري په موټر برید وکړ.

د سرچینې په خبره په دغه برید کې ګروال حیدري وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي دی؛ خو بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د حکومت لخوا په کابل ښار کې د امنیتي میثاق تر نامه لاندې په عامو خلکو وسلې ویشل شوي، چې له امله یې د کابل ښار امنیت تر بل هر وخت خراب شوی دی او په رڼا ورځ د ښار په زړه کې وسله والې غلاوې او قتلونه کیږي، چې د خلکو په باور ددې ټولو «بدبختیو» لامل د حکومت فاسد چارواکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx