نظــر

له اردو به؛ ملي اردو جوړوو!

استاد محمد زمان مزمل

جنګ ،اتلان ،فتحې ،سقوطونه ،تاریخ او امپراتورۍ د بشري اخ و ډب یوه نه حذفیدونکي او نه درېدونکي سلسله ده، عربي شاعر وایې:
من لم یزد عن حوزحي یهدم.
چې له خپله بٌرجه دفاع ونکړې نړیږي.

جنګ ،جنګي سړي او اتلان هغه ارزښتونه دي چې مظلوم او محکوم ملتونه یې په ارزښت ښه پوهیږي.

موږ چې خپل تاریخ ته تر شا ور وګورو شاه محمود هوتک ،احمد شاه بابا، جهان خان، سیدال خان ناصري، وزیر اکبر خان ،میر مسجدي، ایوب خان او سپه سالار نادر خان هغه نومونه دي چې د یوه عزیز ملت په زړه کې یې خاطرې ژوندي تمثالونه دي.

په همدې مناسبت په معاصر تاریخ کې هر هېواد نظامي تشکیلات د خپلو اتلو بچو د تربیې لپاره د یوه مکتب په طور د پروګرام او دولت پورتنۍ برخه ګرځوي د کندهار توبخانه، د کابل شیرپور او کابل بالاحصار او ددې هېواد ټول بالاحصارونه چې ځینې یې ګیدړانو تقسیم کړل دا د همدغسې پرتمینو اردوګانو د یاد او فتحو تاریخ ده.

که څه هم افغانان پخپل تاریخ کې په بدو ورځو کې هومره چې پر خپل ملت یې بروسه کړې او ملت د هغوی د اردو ځای نیولی اردو پکې هومره ژوندی تاریخ نلري حتا د ازادۍ په وروستۍ جګړه کې که سپه سالار نادرخان د فتحو په ګټلو کې ۴۰% برخه کړې او نوره ۶۰% کې د باقي فتحې قربانۍ، لالهاندۍ وزیرو، محسودو او د لویې پکتیا او ټول افغانستان مؤمنو قومونو ګاللي دي.
بیاهم زموږ په هېواد کې ظاهرخان څلویښت کلن سوله ایز ژوند زموږ په اردو او جنرالانو یو سوړ او د بدشوګونۍ سیوری وغوړاوه چې د وړو ظابطانو غلچکي تدبیر سلامي کړل.

پدې هېواد کې د پرېوتنو بدبخت تاریخ د همدې ځایه پیل شو او دا پدې چې:
زموږ اردو د ملت سره په جګړه کې ښکیل شوه او چې کله د ملت په مقابل کې واقع شوه بیا د اشغالګرو د راتګ کوربنه شوه او دا پکې تر ټولو لوی مصیبت شو چې اردو او د هغوی حامي اشغالګران په ګډه له افغانانو سره جنګېدل.

کله چې مجاهدین او طالبان پخپلو کې جنګېدل بیاهم که موږ اردو نه درلودله مګر جنګي ډلو وضعیت د ناټو او امریکا د اشغال لپاره مساعد کړ او تر نن پورې افغانستان او اردو په داسې جګړه کې ښکیل ده چې ملت پکې په هر صورت مقابل طرف ده.

دا چې شوروي او ناټو ماتېږي دلته همدا فلسفه پرته ده چې کله د اردو ځای ملتونه ونیسي بیا نو فتحې پکې یقیني وي.

په همدې خاطر ظاهر شاه صاحب پخپل وخت کې د ملي اردو په چوکاټ کې د رضاکار عسکرۍ بنیاد کېښود چې تر څو د ملت ځوانان په دوه کلنه عسکرۍ کې د هېواد د بدو ورځو لپاره د قربانۍ او مقابلې ظرفیت ولري او موږ په افغان جهاد کې له همدې نظامي میراثې نه پوره ګټه پورته کړه.

د امریکا او ناټو په وتلو او د کم مصرفه اردو د جوړولو په خاطر بیاهم دا ضروري ده چې موږ د ظاهرخان د اردو په شان یوه رضاکاره اردو ولرو.
که موږ په یوه ملي غرور تربیه شوي جنرالان درلودلی نو په داخلي جګړو کې به یې د ارګ سیاسي مشرانو ته لا وختي سره کرښه ایستلې وه او ددې په ځای چې له خپل ملت سره یې وجنګوي پر دغو ملت جنګونکو به یې کمربند تړلی وای ،په زیاتو هېوادو کې اردو او جنرالان همدغسې ملي دریځونه نیسي.

منم چې د امریکا او شوروي د اشغال په دوران کې ایران او پاکستان لاس تړلي نه وو چې دا ښئي یوه نوعه د مداخلو په بل طرف کې هم وه ولې ایران او پاکستان د وینې او مذهب د اشتراک او د یو مظلوم ملت د عادلانه قضیې نه د حمایې هغه سند درلود چې تر ایران او پاکستان زیاتو بېګانوو او وحشي هېوادونو په مقابله کې یې مداخله نه ګڼل کېده.

ولې په وروستي پړاو کې چې شوروي پکې خپله ماته ومنله ایران او پاکستان دواړه پخپلو سابقه دریځونو پاتې نه شول او د کورني جنګ په دوران کې دواړو هڅه وکړه چې یو ګوډاګی کابل ځانته پیدا کړي که څه هم ځینې پکې لږ او ډېر موفق شول خو هغه د ډلو کار وه ملت او زموږ عزیز ملت به هېڅکله د امریکا او شوروي نه کمزورو ګاونډیانو ته خپل چپه مخ د څپیړې لپاره ور وانړوي، وروسته د بده مرغه ایران او پاکستان بلکې لرې خلیج او سعودي د ناټو او امریکا د اشغال په دوران کې دغو ټولو پخپله د شوروي د دوران همکاري پدې خاطر بدرنګه کړله چې دا ځل پکې دغه ټول په سپینه د امریکا دوستان دي او د پردې شاته په پټه د امریکا او ناټو د مخالف طالب او همدا وجه ده چې د ناټو سره جګړې پکې د شوروي د وخت د جګړې په پرتله دوه برابره وخت ونیوه.

د همدې ځایه نن چې په یوه څو بٌعده سوله کې مصروف یو چې د تېرو سیاستونو ټول ناکام پکې حضور لري د اسلامي نظام تر څنګ دویم لوی او مهم بنیاد پکې دا ده چې خپله اردو دا ځلې ملي اردو جوړه کړو چې بیا د خپلې بې همتۍ وړو ظابطانو ته سلامي نشي او په ارګ کې د غیر ملي حکومتونو په قومنده له خپل ملت سره جګړې ته لاړه نشي او په داخلي جګړو کې خپله بې طرفي وساتي او معاملګر جهت ته دا چانس ورنکړي چې بهرني خپل هېواد ته دعوت او زموږ اردو د اشغالګرانو میزبانه اردو شي.

زه باور لرم که زموږ سیاستمدارانو له خپل ملت او تاریخ نه پوهېدلائ دا تېر کارونه به یې یو هم نه وائ کړي چې پکې ناکام هم شول.

اوس چې بیا له سره د هېواد او تاریخ ډبره ږدو باید دې هېواد ته دغې شته اردو او طالب جنګیالیو په شمول ملي اردو له سره جوړه کړو، داسې جنرالان وروزو چې د ارګ ناستي شرابیان یې په اسانۍ د کلیو او بانډو بمبارد ،ورانولو او وژنو ته په اسانۍ مارش نشي کړای.

د همدغسې یوې اردو په هیله.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

مزمل صیب ! په اسلامی نطام کی به نه دا غلام جنرالان وی او نه هم دا مزدوره او بیهمته اردو .
مونږ الحمدلله هغه مجاهدین او قوماندانان لرو چی نړیوالو جنرالانو او اردو ته یی ماته ورکړه او همدا بریالی غازیان به د افغانستان راتلونکی اردو جوړوی .
هغه جنرالان او اردو چی د کفارو د ساتلو او د هغو د ګټو لپاره روزل سوی وی د افغانانو په ګټه نسی راتلای .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx