لیکنېنظــر

سولې ته نقد قطر؛ د مرکچیانو نېمګړي ادبیات!

استاد محمد زمان مزمل

عزت او غرور یوه شلونکې ماجرا:
انسانان پخپلو کې په بلا مسائلو جګړې ته ځي ولې تر ټولو لویه جګړه او خوړینه دښمني هغه ده چې د حیثیت، ملي غرور، ملي حاکمیت او پای د ازادۍ لپاره پیل شي.

د همدې ځایه په مذهبي سپېڅلو نصوصو کې د انسانانو برابرې د عقایدو یوه برخه ده ،همدا وجه ده چې په جګړو کې او بیا د حیثیت او غرور په جګړو کې د بلا سپیتانو ناوړه عواقبو بعد دواړه طرفه په لږ تفاوت په یو څو کلن پړاو کې یو د بل د عزت ،یو د بل د حق تسلیمولو قناعت ته راکوزیږي او چې په انساني ارزښتونو کې هغه چې تر ټولو حوصله ماتونکی ارزښت دی هغه د حریف زغمل ،د حریف تسلیمول، د یو مظلوم او ظالم طرف سره د معاملو بیا له صفره شروع کول دي او همدا د یوې حقیقي سولې تعریف دی.

په درې مواردو کې انسان باید په یو فعال عقل حضور ولري:
اول: د خسر په کور کې د اول ځل لپاره د زوم حضور باید په فعال عقل وي که په اول ملاقات کې له وزن څه کم شول تر پایه به په هماغه نرخ چلیږي.

دویم: د یو بېروبار سرک نه د تېرېدو په مهال.

دریم: د سولې په مقام د حریفینو او مرکچیانو حضور چې باید د ځان او مقابل طرف په اړه پخپلو خبرو کې په ژوندي سوچ وضعیت کابو وساتي.

کله جګړې د حیثیت لپاره کیږي ولې د سوله او مذاکراتو په جلسو کې زور تر شا پاتې کیږي او اغیز یې هم حریفان او مرکچیان باید له پیکه او کاواکو خبرو ځان وژغوري کنه هلته یو پیکه دریځ او کاواکه خبره کې د یو طرف ډېر څه له منځه ځي.

د خدای پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې مکې ته تله په زړه کې یې د هېچا لپاره د غچ تحقیر جذبه نه وه.

نن چې په قطر کې د څلوېښتو کلونو پخپلو کې جنګیدلي ظالم او مظلوم افغانان مذاکراتو ته تللي هغوی باید پوه شي چې سولې ته تر ټولو نغد خطر همدا د مرکچیانو نېمګړي ادبیات، د پېغور نه متاثرې پٌرزې او هغه کترې او کیانې دي چې د سولې لپاره منتخب مشرانو د حرمت او مقام سره اړخ نه لګوي ځکه چې دا متمدنه عملیه په کلیواله او شډل ذهنیت تنظیمول ګران کار دی.

د حیثیت او عزت لپاره جنګیدلي د سولې په مقام بیا نه تسلیمول، توهینول د یو مهذب مرکچي کار ندی او زموږ د وطن جګړه اصلا د کمزوري تهذیب لرونکو سیاستوالو له تعامل پیل شویده.

ما چې د روانو مذاکراتو په حاشیه کې د ځینو کسانو خبرې، اکټونه او اداګانې ولیدې ډېر خفه شوم ،ځکه چې سولې ته راتلل د عقدو او دښمنیو سره د وداع فلسفه لري او د مرکچي کږه ژبه کیدای شي اول سوله تأخیر کړي، دویم سوله نېمګړې کړي او د سولې د پړاو دپاره پټ کدورتونه ریزرف کړي ،په تېره د طالبانو په طرف کې چې د مذهب تمثیل هم پکې د محاسبې لاندې راځي.

سولې ته راغلي طرفونه هېڅ یو یې په بل برتري نلري که نه معنا یې دا ده چې منطقا متخلف طرف پکې د همدې غلطۍ په حساب د جنګ د ادامې د بد نیت سره راغلی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

بینا او ړوند یو ندی ، عالم او جاهل یو ندی ، موئمن او منافق یو ندی ، د دین او هیواد ساتونکی او پلورونکی یو ندی . عجیبه انصاف او عجیبه قضاوت دی !؟ هغه غدارانو چی دا شل کاله یی په پوره عیاشی او خرمستی تیر کړی او په دین په هیواد او په ولس یی ملنډی وهلی د هغو خاکساره مجاهدو سره یی یو کړو چی پر خپل دین هیواد او ولس یی سر او مال ورکړی او د ټولی نړی دښمنی یی منلی !؟ په موئمن او مجاهد کی عیب لټول بیانول او پیغور ورکول خو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx