د واحد فقیري سیاسي نوټونه

طالبان پلان الف او پلان ب لري، خو نه امریکا او نه هم کابل دا لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹): د امریکا (سي بي ایس نیوز) د قطر د بین الافغاني خبرو په اړه د ځینو طالب چارواکو سره مرکې کړيدي. رپوټ وايي چي د جمهورریس ټرمپ اصلي هدف دا دی چي له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي، او د امریکایانو سره خپله وعده پوره کړي.

پدې مرکې کي یوه طالب چارواکي (سي بي ایس نیوز) ته ویلي دي:

همدااوس نه امریکا او نه هم د افغان حکومت پلان (ب) لري. یوازي طالبان پلان الف او پلان ب لري. د طالبان پلان الف سیاسي او سوله ایزه مصالحه ده. او زموږ پلان ب په زوره د قدرت نیول دي. 

همدا طالب چارواکي ادامه ورکوي او وايي:

اوس د طالبانو نوبت رارسېدلی دی. تاسي د افغان حکومت د دریو او یا پنځو کالو لپاره طالبانو ته ور وسپارئ. طالبان به د بین المللي ټولني سره همکاري وکړي، په تېره بیا د متحده ایالاتو سره. طالبان به دا هم ثابته کړي لکه څنکه چي هغوی مصمم جنګیالیان ول، هغوی به په مستقبل کي همداسي اعتمادي ملګري او شریکان هم وي. 

بل طالب چارواکي ورته ویلي دي:

د کابل اوسنی سیسټم بشپړ فاسد او فلج دی. د اشرف غني د اقتدار بېړۍ غرقېږي. د غني سره ایتلافي حکومت جوړول به طالبان هم ورسره غرق کړي.

ښاغلي عباس ستانکزي د (سي بي ایس نیوز) ته ویلي دي:

بین المللي ټولنه باید تشویش و نه لري. که چیري دا ځل زموږ سره په افغانستان کي د یو مشروع سیاسي ډلي او هویت په شان چلن وسي، موږ به دا کرت د بین المللي قوانینو سره ډېر مسولانه او محترمانه برخورد وکړو. 

بل طالب چارواکی وايي:

طالبان په افغانستان کي یو عیني واقعیت دی. یوازي طالبان دا جنګ ختمولای سي او افغانستان ته ثبات او سوله راوستلای سي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وطن دوست

دغه ده پخیر پلان آلف پمپیو ورکړی او پلان ب قریشی ورکړی موږ پوهیږو نور خو د دوی استعداد بیخی معلوم ده د خپل ملک لپاره ډیر اساس او اهم پلانونه یی تر اوسه تطبیق کړی. منو یی

طوطی

الف او ب دایی لا پسې څخه رقم پلانونه دی؟ ممکن چی ورسته پسې ق، ل و م هم راشی.

طوطی

دا (ب) پلان خو خوسې دوړې بادول دی. په زوره کچیری مو کولای شول له لس کاله مخکی بمو قدرت تر لاسه کړای وای. افغانانو سره د زور خبره ښه نښکاری او په سیاست خو بیا طالبان اصلا پوهیږی نه. داسی خبری مونږه مجاهدینو هم روسانو ته کولی چی یو وار مونږه ته د کابل حکومت را کړه بیا ګوره چی مونږه څومره ستاسو غلامی کوو کله چی اوس طالبان امریکایان ته وایی. دا مضمون خو می خوښ نشو ډیر د بیغیرتی خبری مو لیکلی دی.

هادی هلال

دا یو حقیقت دی اوسنی حکومت په رښتیا فاسد او فلج دی. پدی حکومت ادغامیدل ټول فاسد یدلی شی. پکار ده چی تغیر راشی البته مثبت. داسی نه لکه په ۹۰ کلونو کی چی و شول په هغه کلونو کی د طالبانو حکومت همدومره فاسد لکه دغه اوسنی حکومت.

جمیل

دا قسم خوړلی غلامان به الف پلان و نه منی ، پلان ب ته دی تیاری ونیول سی او غلامانو ته دی په ډاګه وویل سی چی وسله کښیږدی او اسلامی نظام ومنی .

طوطی

حمیله: بیا له کوم طرف نه جګ شوی یی؟ پلان ب خو دی دا څو کاله کیږی چی روان خو نتیجه نه ورکوی. د طالبانو هویت هم خلکو ته معلوم څوک یی ## بولی، څوک یی هم د #### ورکه مو راغلی بیغمه اوسی.

عبدالواحد

د مجرم څخه دیودم اصلاح اواودملک داصلاح کولوطمع فضول خواهشات دی دوی په دی ۲۰کالوکښی په افغانستان کی داددنیادکومکونوپیسی پرڅشی ولګولی ملک دبیچاره ګۍ اودفقرترحدلاندی ژوندتیروی آیاپه امریکا اوغرب کی څوک داسی حکومت پریږدی اوکه یی غرب پرموږتپی چه یوافغنان ژوندۍ وی دی مجریمینوتبه موقع ورنکړی،عبوری حکومت دی جوړسی په ټولوولایتوکی دی دولایت دخلکوپه خوښه دمخلصواووطن فرستو څخه چه دهره جرمه خلاص وی شوراګانی جوړی سی اودغوشوراګانوپه واسطه دی پاک اودقدروړنماینده ګان انتخاباتوته وټاکل سی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

طوطی

اول می فکر وکړ چی دا الف او ب کوم خاص ډول وسلې دی چی طالبانو تر لاسه کړی خو په ریښتیا چی الف د پمپیو له طرفه یو پروګرام دی او ب د قریشی لخوا بل پروګرام چی الله به دواړه تباه کړی. تاسی به ګوری چی د قطر خبری هم تر نومبر میاشت پوری چی کله د ترمټ انتخابات خلاص د خبرو شکل به هم تغیر وکړی او د یوی بلی غمیزی ډرامه به په کار واچول شی. ځانو سره یی یاداشت کړی. طالبانو سره هیڅوک سوله نکوی ځکه چی هغوی د افغانانو د وژلو لپاره موظف شوی… نور لوستل »

غ. حضرت

په اوسنی حکومت او نظام کی حد اقل صوری او پلاسټیکی د قلم او بیان آزادی شته ده،. هم طالب د کنځلو سهم او برخه وړېده او وړی ئې او هم د حکومت چارواکی ښکلی او غلیظی او رکیکی کنځاوی نوش جان کوی
خو
که طالب جان د امریکائی په مرسته واک ته ورسېږی نو هغه وخت به حتی د دین او وولس او خلګو او تاریخ دښمنانو ته کنځاوی د ځان وژنی په معنی وی.
امّا
محترم غوربندی صیب!
څه در ته ووایم.

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x