واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

د امنیت شورا د آراو په اتفاق سره د بین الافغاني مذاکراتو څخه ملاتړ اعلام کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹):د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اراو په اتفاق سره په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د بل کال ۲۰۲۱ تر سپټمبر پوري تمدید کړ، او د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کېدو څخه يې خپل ملاتړ اعلام کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اراو په اتفاق ۲۵۴۳ (۲۰۲۰) پرېکړه لیک تصویب کړ، او د بین الافغاني طرفونو څخه یې په کلکه وغوښتل چي د اعتماد سازۍ عملیې ته دوام ورکړي، تشدد را کم کړي، او په مذاکراتو کي ښه نیت وښيي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه راز له بین الافغاني مذاکراتو څخه وغوښتل چي د همه شموله سیاسي نظام او مصالحې لپاره زیار وباسي.

د امنیت شورا له ګردو افغانانو او بین المللي ټولني څخه وغوښتل چي د یوناما سره په ګډه کار وکړي، او د ملګرو ملتونو د مامورینو او کارګرانو لپاره امنه فضا ایجاده کړي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx