افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: طالبان په سوله بشپړ باور لري او د هیواد د خپلواکي غوښتونکي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وایي، طالبان د نورو افغانانو په څېر پر سوله بشپړ باور لري او د افغانستان د خپلواکي غوښتونکي دي.

کرزي دغه څرګندونې له «دویچه ویله» راډیو سره په تازه مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي، چې طالبان د افغانستان بچیان دي، چې د نورو افغانانو په څېر یې درد لیدلی او په سوله بشپړ باور لري « په ټوله مانا په سوله باور لري او د افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکي دي، هغوی هم دافغانستان د نورو خلګو په څېر درد لیدلی، واړه ماشومان یې ورته پارچه پارچه شوي، ژوند یې برباد شوی او کړېدلي.»

کرزي ددې تر څنګ د بین الافغاني مذاکراتو بریا ته هیله ښودلې او ټینګار یې کړی، چې هیڅ لوری باید د مذاکراتو ناکامي په ذهن کې ونلري او یوازې د بریا لپاره یې کار وکړي.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې ولې يې د خپلې واکمنۍ په دوره کې د طالبانو د سیاسي دفتر له خلاصون سره مخالفت وکړ؛ وویل، چې هغه مهال حکومت د افغانستان په ټوله ځمکه واکمن وو او تر څنګ یې د امریکا په نیت شک ددې لامل شو، چې د طالبانو له سیاسي دفتر له خلاصېدو سره مخالفت وشي.

د نوموړي له قوله، په مذاکراتو کې د بیان ازادي، مدني حقونه، د نجونو او هلکانو د تعلیم حق  او ملي حاکمیت هغه څه دي، چې باید معامله ورباندې ونشي.

د کرزي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په قطر کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي او تمه ده په نږدې ورځو کې دواړه لوري رسماً مخامخ خبرو ته کښېني.

طالبان وایي، د مذاکراتو بریا ته هیلمن دي او په دې برخه کې به خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ای منافقه، شیطانه، وطن فروشه، درواغجنه، ډاکو…………….

جمیل

کرزیه ! ټول دی پیژنی چی غټ خائن یی .
رابه سی داسی ورځ چی ځړیدلی دی ووینم ؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x