افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناروې طالبانو ته د سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې  د سیاسي دفتر له رییس «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوي سره د ویډیويي کانفرانس له لارې خبرې کړې او د افغان سولې په پروسه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي « نن ماسپښين۲ بجې دافغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند او ورسره مل هئیت او د ناروې هېواد د وزیرې خارجه آغلې انې ماري ارکسن تر منځ دویډیو کانفرانس له لارې ملاقات وشو.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې افغانستان کې د بشري مرستو په اړه خبرې شوې او «ارکسن» ملا بردار اخند ته ډاډ ورکړی چې د افغان سولې په پروسه کې ورسره همکاري کوي « دناروې وزیرې خارجه دبین الافغاني مذاکراتو دپيل له امله داسلامي امارت سیاسي مرستیال ته مبارکي وویله.دواړو لورو دبین الافغاني مذاکراتو په اهمیت اوافغانستان کې په بشري مرستو خبرې وکړې.آغلې ارکسن دسولې په پروسه کې داسلامي امارت سياسي مرستيال ته دخپل هیواددملاتړ او همکاری ډاډ ورکړ.»

ناروې داسې مهال د افغان سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي، چې تازه په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي او تمه ده په نږدې ورځو کې دواړه لوري مخامخ د خبرو مېز ته کښېني.

ناروې تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په صورت کې د یادو خبرو کوربتوب او تسهیل ته چمتو دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یار دا به کوم منطق وی چی د میز په سر مذاکراتو ته کینه، او له بلی خوا مو په وطن کی اور بل ساتلی. دا روش نه اسلامی ده او نه سنت. طالبانو ته ښایی چی خپل له لاسه تللی حیثیت بیرته تر لاسه کړی. په ټول افغانستان کی او بهر کی د تروریستانو په صفت مشهوره دی، ظلمونه یی کړی، وحشت یی خپور کړی، ډلیزه وژنه یی کړی …. بهترین چانس همدا اوس دی چی نرمه غاړه خپله کړی، اوربند وکړی تر څو یی حیثیت بیرته احیا سی او د انتخاباتو له لاری قدرت ته ځانونه ورسوی. په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x