ورزش

د شپږیزې لیګ اووم پړاو اتلولي د «کابل بازان» لوبډلې خپله کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۹ل): د شپږیزې لیګ شل اوریزو سیالیو اووم پړاو اتلولي د رحمان الله ګربز په مشرۍ د کابل بازان لوبډلې په خپله نوم کړه.

مس عینک اتلانو لوبډلې ته په جالبه پایلوبه کې په ۹ منډو ماتې ورکولو سره کابل بازان لوبډلې یاده اتلولي خپله کړه.

د شپږیزې پایلوبه د چهارشنبې په ورځ په کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه چې په کې لومړی د کابل بازان لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې سیال لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو کم هدف وټاکه.

دغه لوبډله تر ډیره په ځوانو لوبغاړو بنا ده، ددوی لخوا یونس احمدزي ۳۶، سمیع الله شینواري ۳۲ او ننګیالي خروټي ۲۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې مس عینک لوبډلې ښه پېل ونکړ، وخت تر وخته یې ویکټې له لاسه ورکړې او ونه توانېدل چټکې منډې جوړې کړي، په دې سره یې ټول لوبغاړي په شلم اور کې په ۱۳۰ منډو له لاسه ورکړل.

د شپږیزې لیګ ایمرجینګ غوره لوبغاړی ننګیالی خروټی ونومول شو، د ټورنمنټ په غوره لوبغاړو کې د یوه پر ځای دوه ونومول شول، چې د کابل بازانو لوبډلې ځوان لوبغاړی عظمت الله اورکزی او د بوست ساتونکې لوبډلې کریم جنت په ګډه دغه جایزه ترلاسه کړه.

د شپږیزې لیګ اووم پړاو غوره توپ اچونکي وقار سلام خیل ونومول شو چې ټولې یې ۱۳ ویکټې یې اخیستي، عثمان غني د ټورنمنټ تر ټولو زیاتې ۳۵۵ منډې جوړې کړې او د غوره توپ وهونکي جایزه یې خپله کړه.

د شپږیزې لیګ اووم پړاو سیالۍ د کابل په نړیوال لوبغالي کې د سپتمبر له ۶مې تر ۱۶مې نیټې ترسره شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x