افغانستان

جرمني طالبانو ته د سولې پروسه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او کابل حکومت د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات جریان لري، د نړۍ یو شمېر هېوادونو د سولې پروسې د کامیابۍ په صورت کې طالبانو ته د مرستې ټټرونه وهل پیل کړي دي.

په دې سلسله کې تیره ورځ ناوخته افغانستان لپاره د جرمني هېواد ځانګړي استازي د طالبانو سیاسي استازو ته ډاډ ورکړی، چې د سولې په روانه پروسه کې به جرمني پوره همکاري ورسره کوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو ټویټ کې ویلي، چې پرون مازدیګر د افغانستان لپاهر د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزل په مشرۍ پلاوي په دوحه کې د اروپايي څانګې لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر مسئول ملا عبدالحق وثیق په مشرۍ هیئت سره د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې په هکله خبرې اترې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې په دغه مهال د جرمني خاص استازي د سولې پروسه کې د خپل هېواد د مرستې ډاډ ورکړی: «نن مازديګر د ا.ا.امارت د سیاسي دفتر د اروپائی بخش مسئول محترم ملا عبدالحق وثیق او ورسره مل هئیت دجرمني له خاص استازي سره په دوحه کې وکتل. دواړو لوريو د سولې په روانه پروسه خبرې وکړې. د جرمني خاص استازي د سولې په پروسه کې د خپل هیواد د ملاتړ او مرستې ډاډ څرګند کړ.»

جرمني په داسې مهال طالبانو ته د سولې پروسه کې د مرستې ډاډ ورکوي، چې تیره ورځ د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې «انې ماري ارکسن» هم د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې اترې کړي او د سولې پروسه کې یې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx