افغانستان

اتمر تاجکستان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «حنیف اتمر» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر د  تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه په دوه ورځني سفر د یاد هیواد پلازمېنې دوشنبې ته رسېدلی.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په اتمر به د خپل سفر په مهال د تاجکستان له ولسمشر، لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره وګوري او په امنیتي او سرحدي برخه کې د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په غښتلتیا، ټرانسپورټ، پانګونې، ترانزيټ، سوداګرۍ او انرژۍ په اړه به ورسره بحثونه وکړي.

د خبرپاڼې په بنسټ، له اتمر سره په دې سفر کې د پارلمان ځيني غړي، د ځینو ولایتونو والیان او لوړ پوړي دولتي چارواکي هم ملتیا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x