ورزش

انګلستان ته له جالبې ماتې ورکولو وروسته استرالیا د یو ورځنیو سیریز وګټه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۹ل): د انګلستان او استرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ په دریمه سیالۍ کې استرالیا لوبډلې له سختې او جالبې لوبې وروسته په وروستي اور کې انګلستان ته ماتې ورکړه او د درې سیالیو سیریز یې په ۲-۱ وګټه.

استرالیا لوبډلې چې د انګلستان ۳۰۳ منډو هدف په تعقیب کې یې په ۷۳ منډو ۵ غوره لوبغاړي له لاسه ورکړل، دغه مهال ګلین میکسویل او الیکس کیري په زړه پورې ملګرتیا وکړه او لوبډله یې د بریا درشل ته نږدې کړه.

که څه هم دواړو په وروستي کې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې خو په وروستي اور کې میچل سټارک د عادل رشید په توپ اچونه پاتې ۱۰ منډې په ۳ توپونو بشپړې کړې او بریا یې ترلاسه کړه.

په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه انګلستان وکړه، چې په صفر منډو یې لومړي دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل، جوني بیرسټو او … او په وروستیو کې د کریس ووکس چټکې پنځوسیزې په ۵۰ اورونو کې منډې تر ۳۰۲ ورسولې.

په ځواب کې استرالیا لوبډلې په ۷۳ منډو ۵ لوبغاړي په چټک ډول له لاسه ورکړې، خو وروسته د میکسویل او کیري ترمنځ د ۲۱۰ منډو ملګرتیا چې دواړو په زړه پورې سلیزې هم ووهلې، د لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه.

استرالیا لوبډله وتوانېدله د شل اوریزو جام له لاسه ورکولو وروسته د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز په ۲-۱ په خپل نوم کړي.

د یادونې وړ ده چې د یو ورځنیو سیالیو یاد سیریز د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د پېل شوي سوپر لیګ سیالیو برخه ده چې په پای کې نړیوال جام ته لار مومي.

د روان کال په جولای میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا نړیوال جام ته د لار موندنې په موخه ټولې راتلونکې یو ورځنۍ سیالۍ د سوپر لیګ برخه وي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، د هالنډ لوبډلې په ګډون به په دغه لیګ کې د ۱۲ بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو (ټولټال ۱۳ لوبډلې) ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي.

د سوپر لیګ له ترسره کېدو وروسته به ۷ غوره لوبډلې د ۲۰۲۳م نړیوال جام ته لار ومومي او پاتې نورې لوبډلې به یو وار بیا په غوراوي سیالیو کې بخت وازمويي.

د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې تر دې دمه انګلستان، استرالیا او آیرلینډ لوبې ترسره کړي چې په ۳۰ پواینټونو سره انګلستان په لومړي نمبر دی. د پاتې لوبډلو راتلونکي یو ورځنۍ سیریزونه به هم د یاد لیګ برخه ګرځول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx