افغانستان

بغلان او بدخشان کې ۱۸ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): که یو لوري ته په قطر کې د او افغاني جهتونو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات جریان لري، بل پلو طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو او پولیسو لړۍ هم په ډیرې چټکۍ سره دوام لري.

طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې تازه ۱۸ تنه دولتي عسکر په بغلان او بدخشان ولایتونو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې ددې خبر په تایید سره ویلي، چې په تسلیم شوو دولتي عسکرو کې  ۵ تنه د بدخشان ولایت تیشکان ولسوالۍ او ۱۳ تنه نور بیا د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ مربوط دي.

مجاهد دغه راز د تسلیم شوو دولتي عسکرو شهرتونه هم او نظامي دندې هم په خپلې ټویټر پاڼې خپرې کړي دي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx