افغانستان

ننګرهار کې د نښتې پرمهال ۲۰ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په درې مختلفو ولسوالیو کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۲۰ دولتي عسکرو د وژلو او ۱۵ نور د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي وايي، طالبانو تیره شپه ددې ولایت په حصارک، خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ سختې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، په دغو نښتو کې تردې دمه ۲۰ دولتي عسکر وژل شوي، ۱۵ نور ټپیان او په خبره یې د عسکرو په ځوابي ډزو کې ۲۹ طالبان هم وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

خوګیاڼي د تیرې شپې د نښتو په هکله نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو د ننګرهار دولایتي شورا مرستیال اجمل عمر شمشاد نیوز ته ویلي، چې په حصارک ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال ۴ امنیتي پوستو سقوط او ۱۰ دولتي عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx