افغانستان

خالد: پوځ اجازه نه ورکوي چې څوک له طالبانو سره په لاسته راوړنو معامله وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد» وايي، قطر کې له پيل شویو بین الافغاني مذاکراتو هرکلی کوي؛ خو هغه هوکړه ورته د منلو وړ نه ده، چې د تېرو دوو لسیزو  لاسته راوړنې پکې معامله شوې وي.

خالد دغه څرګندونې نن په هغه غونډه کې وکړې، چې د امریکا له لوري کابل حکومت ته د څلور جنګي الوتکو د ورسپارلو په مناسبت رابلل شوې وه.

نوموړي وویل، چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان نجونو پر مختګ کړی، نظامي او عصري زده کړې یې کړې او هیڅکله هغه وخت ته نه ورګرځي، چې په «دُرو» به وهل کېدي «د افغانستان امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د تېرو دوو لسیزو په لاسته راوړنو معامله وکړي.»

خالد ددې تر څنګ د امریکا له لوري حکومتي ځواکونو ته د تازه الوتکو ورکړه له «پوځ» سره کړو تعهداتو ته د ناټو د ژمنتیا نښه وبلله او یاده یې کړه، چې هیڅ داسې نښې يې نه دي تر سترګو شوې، چې له افغانستانه د ناټو په وتلو دلالت وکړي.

د خالد په خبره، روانه جګړه د تروریزم خلاف ده، چې افغانستان یې په لومړۍ کرښه کې دی او تر بل هر چا یې ډېره قرباني ورکړې؛ نو ځکه به د ناټو مرستې تر هغه مهاله دوام ولري، تر څو چې په سیمه او هیواد کې د «تروریزم» ځالې له منځه لاړې شي.

نوموړي د الوتکو د سپارلو مراسمو ته راغلی امریکایي جنرال «دیدریک» خپل ورور او ملګری وباله او تر څنګ یې له ناټو مننه وکړه چې په تېرو څو کلونو کې يې له هیڅ «سخاوتمندانه کار» دریغ نه دی کړی او  د دولتي عسکرو په تجهیز او تمویل کې يې مرسته کړې.

د خالد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي او د طالبانو له لوري ټینګار شوی چې هرې موضوع ته له «اسلامي لیدلوري» حل لاره وموندل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

باداره امریکا چی یی نړیوال زور او ځواک ورسره و طالبانو ته په ګونډو سوه ، د تیښتی لاره یی غوره کړه او معامله یی وکړه ، دا د امریکی استفراق سوی اردو به څنګه او په څه ځان ټینګ کړی .
د دی خاين او بیهمتو غلامانو سره معامله نده پکار ، تسلیمیږی به او اسلامی نظام به منی .

مجاهد

د امریکایانو ایجړا خالد صاحب ، وبخښه ، مجاهدین ستاسی د ایجړاګانو د بادارانو اجازی ته اړه نه لری . په ځانګړی ډول ایجړا خالد ته خو یی زور ښودلی چه څو کاله د مخه یی د امنیت په دفتر کی ورله مخه د شا سره یوه کړه یعنی تشه او ډکه ناولتیا لیاره یی ورله یوه کړی وه ، تر دی چه بادارانو یی ورله د تشو او ډکو ناولتیاوو لیاری ورله په پلاستیکی پایپونو جلا کړی کیدی شی وینی یی بیا تودی شوی دا ځل به یی د نجیب د برخه لیک سره مخ کړی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x