نړۍ

امریکایان وایی دالقاعدي یولوړ رتبه چارواکي مو وژلی دی

drone-attack-pakistan (نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۵) واشنګټن: پنټاګان دعوه کړی ده چې د افغانستان اوپاکستان سره پرپوله یی دتیري اوني په ډرون برید کي دالقاعدي یولوړ رتبه چارواکي وژلی دي.

واشنګټن زیاته کړه دبی پیلوټه الوتکو په برید کی وژل شوی کس ابوالحفص الشهري نومیدي، چي دالقاعدي دعملیاتو مسؤلیت یې په غاړه درلود، خبرکی راغلي چی لدی سره سره نوموړي دالقاعدي اوپاکستاني طالبانو تر منځ د رابطو او اړیکو چاري هم په غاړي لرلي،

تر اوسه دا مالومه نده چی نوموړي په کوم تاریخ او د پاکستان او افغانستان پر پوله باندی په کومه سیمه کی وژل شوی دي، او نه هم د القاعدې یا پاکستاني طالبانو له خوا ددغه ادعا په اړه څه ویل شوي دي.

باید وویل شي چي ددې تر مخه هم امریکا ورته ادعاګاني کړي دي، چي اکثره وخت هغه بیا د القاعدې له خوا ناسمي وبلل شي.

ښاغلي شهري دسعودي عرب تابعیت درلود.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x