افغانستان

په بامیان ولایت کې چاودنې پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د بامیان ولایت په مرکز کې چاودنې یو ماشوم وژلی او څوارلس نورو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د بامیان ولایت د والي ویاند «لطیف عظیمي» وايي، نن ورځ غرمه مهال د بامیان ولایت د مرکز اړوند «فولادي دره» نومي سیمه کې چاودنې یو درې کلن ماشوم وژلی او څوارلس تنه نور یې ټپيان کړي.

ورته مهال شمشاد بیا د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په فولادي دره کې د نننۍ چاودنې له امله یوه څوارلس کلنه نجلۍ وژل شوې او پنځلس تنه نور ټپیان دي.

تر دې دمه د چاودنې د هدف او نوعیت په اړه کره معلومات نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx