سولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: د راتلونکي نظام بڼه د افغانانو په خوښه پورې اړه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، د افغانستان راتلونکی نظام باید د خلګو په خوښه او د هغوی له ارادې سره سم جوړ شي.

عبدالله عبدالله له الجزیرې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د مذاکراتو په مېز باندې به د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه خبرې کېږي او باید د افغانستان د خلګو په اراده او خوښه باندې جوړ شي، تر څو په افغانستان کې یوې باثباته سولې ته لار برابره شي.

نوموړي د خبریال ددې پوښتنې په جواب کې چې د افغانستان راتلونکی نظام به جمهوریت او که امارت وي؟ وویل « دا د افغانستان د خلګو په ارادې پورې اړه لري، چې هغوی کوم نظام انتخابوي، د هغوی رایې ته باید ارزښت پکې ورکړل شي، نور د نظام د نوم په تړاو پرېکړه کوم سخت کار نه دی.»

نوموړي ددې تر څنګ افغانستان کې د امنیتي بنسټونو په ګډون د نظام د ټولو برخو په ساتنه ټینګار کړی او په خبره یې، یاد بنسټونه د ملت د غوښتنې او ملي ګټو د ساتنې لپاره جوړ شوي او د افغانستان په ګډون هر هیواد ورته اړتیا لري.

د عبدالله له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټيمونو تر منځ د مذاکراتو لړۍ پیل شوې.

د طالب چارواکو له څرګندونو ښکاري، چې د افغانستان راتلونکی نظام ښایي د مذاکراتو د اجنډا له مهمو ټکو څخه وي، چې دواړه لوري به ورباندې بحث کوي.

ورته مهال د حکومت دننه د راتلونکي نظام په اړه بېلابېل دریځونه موجود وي.

تېره ورځ د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» وویل، چې د نظام د نوم، ډول او محتوی په اړه له طالبانو سره هيڅ ډول معامله کېدای نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx