افغانستاند سولې څار

د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو ګډې ناستې ته د «شیخ عبدالحکیم» د وینا متن

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۹ل): دوې ورځې وړاندې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو ګډه ناسته ترسره کړه، چې په مهال یې د دواړو ټیمونو مشرانو ویناوې واورولې.

نن ټکی اسیا په یاده شوې ناسته کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم د مشر «شیخ عبدالحکیم» د وینا متن تر لاسه کړی چې کټ مټ یې تاسو ته نشروي.

 

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله الذي صدق وعده,  ونصر عبده و اعز جنده , وهزم الأحزاب وحده, والصلاة والسلام على من لانبي بعده, الذي بلغ الرسالة , و أدى الأمانة , ونصح الأمة , و على آله و اصحابه  و من سار على دربه اجمعين.

اما بعد فاعوذ بالله من الشيطان الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ  إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ )40( الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (41)

د بین الافغاني مذاکراتو د غونډې ټولو درنو برخوالو !

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

دا یو ښه فرصت دی چې له ډیرو ستونزو او مشكلاتو وروسته مونږ د هیواد د تیر څلویښت کلن بحران د حل په اړه  د تفاهم په فضا کې سره راغونډ او د هغه په اړه خبرې کوو.

اسلامي امارت د تفاهم اصل ته په احترام سره متعهد دی چې له بهرني اشغال څخه را ولاړو شویو مشكلاتو ته له نورو  أفغاني جهتونو سره په مشترك تفاهم کې د پای ټکی کیږدي.

په دې کې شک نشته چې افغانان د یوه مسلمان ملت په حیث ټول یو  وجود او افغانستان د ټولو مشترک کور دی .

کوم مشکلات چې په تیرو څلورو لسیزو کې په دې کور کې د افغانانو ترمنځ راغلي هغه د بهرنیو یرغلګرو د اشغال او نامشروعې مداخلې له وجې دي.

دا سمه ده چې افغانان د یوه کور د غړیو په حیث مختلف فکري، تنظیمي او سیاسي تمایلات لري ،

خو هغه څه چې ټول افغانان ورباندې متفق دي هغه د دوي إسلامي هويت دى چې ټول سره په یوه محور را ټولوي.

د اشغال تر سیوری لاندې ترویج شوې ځیني نامأنوس مصطلحات هغه بهرني وارادات دي چې نه په اسلامي قاموس کې ځای لري او نه هم د افغانانو ستونزې حل کولا شي.

لهذا په دې مذاکراتو کې زمونږ هره خبره باید د مسلمانانو په حیث د خپل هيواد د ستونزې د حل لپاره وي , نه د نورو د خوشاله کولو لپاره.

اسلامي امارت متعهد دی چې د اسلام د مقدسو ارشاداتو په رڼاکې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پر مخ بوزي.

بین الافغاني مذاکرات

په بین الافغاني مذاکراتو کې ټول اړخونو بايد د يو بل منلو ، زغم او تحمل په روحیه سره را غونډ شو ،

په همدې روحیه یو له بل سره تفاهم وکړو او  په همدې روحیه د خپل جګړه ځپلي هیواد د امن او سوکالۍ لپاره لاس په کار شو.

دې هدف ته د رسیدو په لاره کې مو باید د سرو او شنو کرښوټاکل او وړاندې کول خنډ نشي،

بلکې د مسلمانانو په حیث ټولو ته د اسلامي ارشاداتو تعمیل اساسي نقطه وي کوم چې الله تعالی یې په اړه په قرآن کریم کې داسې فرمايلي:

وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (85)

او بل ځای یې ارشاد کړی:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (59)

په بين الافغاني مذاكراتو کې زمونږ ګډون د دې لپاره دی چې په خپلواک افغانستان کې د اسلامي نظام د قیام په اړه په ګډه پرېکړه وکړو.

مونږ د هيواد د خپلواکۍ مقدسه مبارزه د جهاد ، شهادت، زخمونو او اسارتونو په بدل کې  تر دې ځايه را ورسوله،

اوس د دې وخت رارسیدلی چې له نورو افغاني دخيلو جهتونو سره په ګډه  له هر ډول بهرني تأثير آزاد چاپيريال کې د راتلونکي‌ اسلامي نظام د قيام او د هيواد آبادۍ او جوړونې مزل پيل کړو.

په دې اړه د يوې خبرې يادونه ضروري بولم چې افغانستان غنيمت نه دی چې د وېشلو په نيت يې له ځان سره جوالونه راوړل شي،

بلکې افغانستان يو امانت دی او هر لوری بايد په دې نيت راشي چې دلته څومره بوج پورته کولای شي.

مونږ بين الافغاني مذاكراتو ته د تېرو زخمونو د را تازه کولو د موقع په توګه نه، بلکې له تېرو ناخوالو څخه د اخيستل شويو درسونو په رڼا کې د راتلونکې په اړه په ګډه تفاهم ته د رسېدلو د فُرصت په توګه ګورو.

څوک دې دا اندیښنه نه کوي چې مونږ سوله نه غواړو , بلکې یوازي جنګ خوښوو .

جنګ پر مونږ تحمیل شوی دی، ځکه پر دین او هیواد مو تيری شوی وه ، د مسلمانانو په حيث دا د ټولو افغانانو شرعي فريضه ده چې د بهرني تیري په مقابل کې په سر او مال له خپل دین او هیواد څخه دفاع وکړي.

او هغه سوله او تفاهم چې د بهرنۍ مداخلې مخنیوی او د اسلامي نظام حاکمیت باندې راتلای شی هغه مو اوسنی ارجحيت دی.

راتلونکي نظام

د بین الافغانی مذاکراتو له لارې مونږ په افغانستان کې د يوه داسې افغان شموله اسلامي مرکزي نظام غوښتونکي يو چې سياسي،‌ اقتصادي او ټولنيزه پالېسۍ يې د افغانستان د اسلامي هويت استازيتوب وکړي، داسې يو نظام چې نه نورو ته ګواښ وي او نه د نورو له خوا وګواښل شي.

مونږ په دې باور يو چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د دغه ګډ‌ کور اداره کول، ‌ابادول،‌ د اسلامي او ملي ارزښتونو ټينګول، او له استقلال او ځمکنۍ تمامیت څخه يې دفاع كول د دغه کور د هر غړي مسؤوليت دی،

او د دغه مسؤوليت د تر سره کولو لپاره د اهليت په چوکاټ کې مساوي فُرصت ته لاسرسی د هر افغان حق دی.

زمونږ جهاد او مبارزه د قدرت د تصاحب په غرض نه ؛ بلکې له بهرني اشغال څخه د هيواد د خپلواکۍ د تر لاسه کولو او د اسلامي نظام د رامنځ ته کولو لپاره ده,

ځکه نو، خپل ولس او نړۍ ته ډاډ ورکوو چې له دغو دوو اهدافو ور ها خوا مونږ د ځان په ګډون د هيچا له خوا د قدرت د انحصار او يکه تازۍ پلويان نه يو؛

بلکې په هيواد کې د داسې اسلامي نظام غوښتونکي يو چې د هيواد ټولې پرګنې پکې د اهليت پر اساس خپل ځان و ويني او هر څوک د هيواد په جوړولو کې د اړوندو مسؤوليتونو په ترسره کولو سره له خپلو مشروعو حقونو برخمن شي.

موږ په راتلونکی نظام کې د اهليت او امانتدارۍ د معيارونو پر أساس د هيواد د ټولو پرګنو د مشارکت پلويان او د هر ډول قومي او ګوندي ونډو او سهميو کلک مخالف يو.

مونږ په دې باور يو چې افغانستان د يوه خپلواک هيواد په توګه د نړيوالې ټولنې يو بامسؤوليته او صلحه خوښوونکی غړی دی.

لکه څرنګه چې نورو ته د دې اجازه نه ورکوو چې له خپلې يا پردۍ خاورې څخه زمونږ د هيواد د خاورې او خلکو استقلال، ثبات او امنيت ته عملي يا بالقوه ګواښ پېښ کړي،

په همدې ډول هېڅ داخلي يا خارجي لوري ته اجازه نه ورکوو چې زمونږ خاوره د نورو هيوادونو د ثبات او امنيت ګواښلو لپاره د سنګر يا خپلمنځي مسابقې د ډګر په توګه وکاروي.‌

افغانانو له نږدې نيمې پېړۍ راهيسې د پرديو سياسي او نظامي مداخلو تريخ خوند څکلی؛

ځکه نو، که له يوه پلوه زمونږ په داخلي چارو کې د نورو له پټو او ښکاره لاسوهنو سره پر خپل مخالفت ټينګار کوو، له بل پلوه د نړۍ ټولو هيوادونو ته ډاډ ورکوو چې مونږ د هېڅ هيواد په کورنيو چارو کې د لاسوهنې نيت نه لرو.‌

مونږ له نورو هيوادونو سره د مشروعو مصالحو او متقابل تعامل په رڼا کې د تعريف شويو مستقلو روابطو غوښتونکي يو او اجازه نه ورکوو چې دغه روابط مو د نورو هيوادونو له خپلمنځي رقابتونو څخه متأثر شي.

د سولې تړون ته ژمنتیا:

مونږ له خپل لوري د افغانستان د اسلامي امارت او د امريکا تر منځ لاسليک شوي تړون ته متعهد يو او دا مو په عمل کې ثابته کړې.

امريکايان او متحدين يې هم بايد له لاسليک کړي تړون سره سم په افغانستان کې خپل نظامي او استخباراتي حضور ته د پای ټکی کيږدي او خپل کړي تعهدات په عمل کې ثابت کړي.

امريکايان او نور ټول بهرنيان بايد زمونږ د هيواد په چارو کې له هر ډول نظامي، مالي او مشورتي مداخلې څخه ډډه وکړي او پرېږدي چې‌ افغانان له هر ډول فرمايشونو او مداخلو څخه پاکې فضا کې په خپله د جګړې د بالفعل او بالقوه عواملو د له منځه وړلو، هيواد ته د دائمي سولې راګرځولو او د راتلونکي اسلامي نظام د حاكميت په اړه په ګډه تفاهم ته ورسيږي.

په اخیر کې ستاسې ټولو برخوالو له توجه څخه مننه

والسلام علیکم ورحمت الله و برکاته

د وینا متن په في ډي ایف بڼه په لاندې لینک کتلای شئ

د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو ګډې ناستې ته د شیخ عبدالحکیم د وینا متن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کور آباد ښی خبری یی کړی. ژوند ژوند کاش چی زر یوی ښی فیصلی ته هم سره ورسیږی او بالخصوص اوربند سره اعلان کړی. داسی خبری چی هر ورځ هیواد کیی قتل، وحشت او وژنه وی څه نیتجه به ولری؟ بتهتر خو داده چی اول یو دايمی اوربند رامنځ شی او بیا دواړه طرفه په داخل د افغانستان کی د وروڼو په صفت سره کینی او خبری وکړی. خو دوی ته د قطر پلوونو او کبابونو هم خوند ورکړی لکه به داسی کوی.

عبدالواحد

زه ډیرخوشحاله سوم اوویاړم چه موږدشیخ عبدالحکیم صاحب غوندی قرآنی عالم رهبرلروانشاءالله زموږملک به له دی ملحوثومفسدینوژرخلاص سی الله دداسی قرآنی عالمانوومددته متعهددۍ،حاجت نلری دهیچاویارۍ ته …….له هغوسره چه مل دۍ رب زما. موږبه انشاءالله په ګډه داملک ترداسی رهبرانوتررهنمایۍ لاندی ژرجوړ کړوولی دادقرآن رهبران آخرتی نفع غواړی ددنیاقدرت اونفع نغواړی مخلص،امانت داراودیانت داروی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

عزیز

ډیره خوندوره وینا ده بلکل مې خوښه شوه، خو له دواړو اړخونو هیله کیږې چې د خدای په خاطر او د مظلوم ولس په خاطر نور له خپلو خرو کوز شئ او سوله وکړئ.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x