ورزش

فیفا د فوټبال ملي لوبډلو نړیواله درجه بندي اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۹ل): د فوټبال نړیوال فدارسیون «فیفا» د کرونا وبا له کبله له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د فوټبال ملي لوبډلو نړیواله درجه بندي په ډاګه کړه.

د فوټبال نړیوال رینکینګ د پنجشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۷مه نېټه اعلان شو چې په کې بلجیم لوبډلې د نړیوال جام اتله لوبډله فرانسه وروسته کړې او لومړی مقام یې خپل کړی دی.

فیفا دغه رینکینګ داسې مهال په ډاګه کوي چې د اروپا اتحادیې نړیوالو سیالیو لیګ دویم پړاو تېره اونۍ ترسره شو، په دې سیالیو کې د بلجیم، پرتګال او هسپانیا لوبډلو پرمختګ کړی دی.

بلجیم لوبډله په ۱۷۷۳ پواینټونو درلودلو سره لومړی، فرانسه په ۱۷۴۴ سره دویم، برازیل په ۱۷۱۲ سره دریم او انګلستان په ۱۶۶۴ پواینټونو سره څلورم مقام لري.

د کریستیانو رونالډو ملي لوبډله پرتګال چې تېر اروپایي اتحادیې اتلولي یې ګټلې وه پنځم مقام خپل کړی دی، خو د لیونل میسي لوبډله ارجنټاین ۹م مقام ته ښکته شوې ده.

د لومړي لسو لوبډلو نړیواله درجه بندي په لاندې ډول ده:

بل لور ته په اسیایي لوبډلو کې جاپان په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی، دغه راز ایران دویم، کوریا دریم، استرالیا څلورم، قطر پنځم او سعودي شپږم مقام لري. جاپان په نړیواله کچه په ۲۸م او ایران په ۳۰م مقام دی.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسیا په کچه ۲۷م او په نړیواله کچه ۱۴۹م مقام لري.

د اسیایي لوبډلو نړیوالې درجه بندۍ لومړی او دریم لیست په لاندیني عکسونو کې لیدلی شئ:

تصنيف الـتصنيف الـ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx