
روزل شوي ځوانان او د امتونو راتلونکی
امرالله عمران
ځوانان د هر هیواد سترې پانګې(سرمایی) دي او د هر ملت وده او لوړتیا د هغه له ځوان ځواک او روزلو بچيانو سره تړاوو لري.
ځکه په ژوند کې دځوانۍ دور د لوړهمتۍ ، حماسو، قربانیو او ایثار ډکه دور وي، نو همداده چې ځوانانو ته د یوی ټولني فولادې قوت ویل کیږي، چې د دوي دا فولادي قوت په قوي روزني او استعداد غوړیدوکې نغښتی دی، چې په لرلو سره یې کولاى شي، په بیلابیلو پړاوونو کې غورځنګونه او انقلابونه منځته راوړي، او د ټولنې ارزښتونه خوندې وساتي.
صرف یو مثال به یې د نبوي د ور راواخلو؛ تاسې وګورئ! ۲۷ کلن عمربن خطاب (رض) چې یو وخت به یې د خپل پلار وزي څرولې په قوت او غزمت کې د قریشو له منځینیو خلکو نه ؤ لږ شان او امتیاز یې هم نه ؤ، همزولو یې هیڅ امتیاز نه ورکاوه، خو کله چې الهي فرمان ته غاړه کیښوده او نبي کریم صلی الله علیه وسلم په لاس روزل کیږي، نو یو واریې ګرده نړۍ خپل عظمت او صلاحیت ته حیران کړه، قیصر او کسری یې له تاج او تخت نه بې برخي کړل، او د داسې اسلامې حکومت بنسټ یې کیښوده چې یو مهال پر دغو دواړو حکومتو نو لاس بري وو )
کله چې قران کریم کې ګورو ځای ځای د ځوانانو اهمیت او خدمت ته اشاره کوي، لکه څرنګه چی الله تعالی د اصحابې کهف په اړه داسې فرمایې: ( إِذْ أَوَى الْفِتْیَهُ إِلَى الْکَهْفِ) په یاد راوړئ کله چی یوی ډلې دځوانانو( دعبادت کولولپاره) یوه غارته ولاړل.
او په بل آیت کې داسی فرمایې: (إِنَّهُمْ فِتْیَهٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى) دوي ځوانان وُ پرالله تعالی یې ایمان راوړی او موږ یې پرایمان باندې زیاتوالی راوسته.
الله تعالی دابراهیم علیه السلام په اړه داسی فرمایې: ( فَتًى یَذْکُرُهُمْ یُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِیمُ) هغه یو ځوان چی دابراهیم په نامه یادیږي.
دا او دې ته ورته نورو ایتونونه د ځوانانو اهمیت او مقام معلومیږي،ځوان ته خطاب کول ریښتیا هم دنورو خلکو څخه توپیر کوي؛ نو همدا ده چې ځوان دسبا ورځې آرزو ده، د ملتونو د ملا تیر، او ستره پانګه ده، چې همدې اهمیت ته په کتو د زماني په اوږدو کې قیادتونو دا حقیقت درک کړی دی.
که چیرې موږ نبوي ژوند ته ځیر شو، نو وینوچې نبي کریم صلي الله علیه وسلم تر هر چا ډیر دا حقیقت درکړی ؤ، بلكې دهغه صلی الله علیه وسلم اکثره توجیهات او ارشادات ځوانانو ته دي، ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مرحله په نورو مرحلو ځانګړي کړي هم ده د ځوانانو تنظیمول، تربیت روزني او لارښووني تر څنګ یې د بشپړ حکمت او علم په لور لارښوني هم ورته کولې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ: شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغْلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ)
ژباړه: پنځه شیان مخکې دپنځو شیانو څخه غنیمت وګڼه: ځواني دي مخکې دبوډاولي څخه، صحت دي مخکې له بیمارۍ څخه، مالداري دي مخکې دفقر څخه، فراغت دي مخکې دمشغولتیا څخه او ژوند دي مخکې دمرګ څخه.
علامه ندوي صیب د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په لاس روزني ته په خپل کتاب کې اشاره کوي او وایې: (د هغه صلي الله علیه وسلم په لاس روزنه رښتیا هم بې ساري وه چې د انسانیت په تاریخ کې یې نمونه نشته د هغه روزنه د الهي فرمان په اساس ترسره کیده، د هغې روزنې له برکته وه چې انسانیت نوی ژوند پیل کړ، او د هغه وحشي خون خوارې ټولني وګړي چې بداخلاقۍ او بد چلند پکې غوره هنر او ښه ګڼل کیده په هغه ټولنه کې چې احساس خراب شوی وه، خویونه تباکوونکې وو.
چې نړۍ یې د هلاکت کندي ته ورټیل وهلې وه، شراب څښل، بدمستي، سود خوړل، لوټماري، سخت زړيتوب او بې رحمي تر دې حده وه چې ماشومې نجونې ژوندۍ ښخولې او کمزوري هلکان یې کوچني والې کې وژل.
نبې کریم صلي الله علیه وسلم د داسې ټولنې وګړي، او ځوانان د الهي فرمان په اساس وروزل، او دهغوي روحونو ته یې د قران روحاني غزا ور ورسوله او د ایمان په وسیله د هغوي روزنه کیده،چې نړي په لږه موده کې په هغوي کې داسې شخصتونه ولیدل چې د ژوندانه له عجایباتو او تاریخي یادګارونه ګڼل کیږي، د غوره تنظیم له مخي ، تواضع تقوای او عدالت خو یې لاپریږده چې په هغې کې ضرب المثل ؤ، چې دونیا یې تر ننه مثال نشي راوړی )
له بله پلوه د دښمنانو په اړخ کې لینن (لعنة الله علی الظالمین) هم د امتونو په جوړولو کې د ځوانانو اهمیت او روزل درک کړي ؤ، هغه وایې : د چا په لاس کې چې ځوانان وي راتلونکې د هغه په لاس کې دی.
همدا وه چې د ځوانانو په مټو یې دیو ستر ځواک اساس کیښوده .
همداشان په اسلامې نړۍ کې هم چې هري ټولني او حکومت ځوانانو روزني ته پام لرنه کړي الله تعالی خپلو هدفونو او ځواک ته رسولي.
چې په تیره پیړۍ کې د امام حسن البناء رح د بیلګې په توګه یادولی شؤ، هغه د ملت په جوړولو کې د ځوانانو اهمیت درک کړی ؤ، او په هغوي کې یې د راتلونکې سباوون نښي لیدلې وي، هماغه وو چې د همدې ځوانانو پرمټ یې د یو لوي تحریک ( اخوان المسلمین) بنسټ یې کیښوده.
چې په پیله کې یې په اسلامې فکر بې شمیره ځوانان وروزل، هغه د ځوانانو د روزلو په اړه په یو لیکنه چې د قران توغ تر سرلیک لاندې یې لیکلې وه، دې اهمیت ته اشاره کوي: ( د اسلام راتلونکې تکیه په نوي نسل ده، په ښه اسلوب دوي ته دعوت وړاندې کړئ او د دوي په روزلو کې زیار وباسئ، دوي ته د علم او نفس د ازادۍ د فکر او عمل د حرویت او د عقل زړه او جهاد د استقلال درس ورکړئ، او دوي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د بیرغ لاندې منظم کړئ ډیر ژر به تاسې د دوي څخه یو مسلمان حاکم ووینئ چې دخپل نفس پرضد به جهاد کوي او د امت د خوښئ لپاره به کار کوي)
ویل کیږي د هر ملت په بیلا بیلو ډګرونو کې د بریا راز د هغه ملت روزلې بچیان دي، تاسې ووایئ: نن ولی د ملت حقیقي پانګې څخه اعظمه ګټه نه اخستل کیږي، نن ولی دا پانګه د پردیو ارزښتونو په ترلاسه کولو کې د خپل ملت په وړاندې استعمالیږی؟
د اسلامې نړۍ هغه ځوانان چې یو وخت یې د نړۍ په سطحه د خپل وخت لوي امپراتوري رانسکوره، ولي نن سبا ولې د هر ډول ناخوالو او بدمرغيو په دام کي را ښکېل شوئ؟
ځواب ښکاره دی، دا ځکه چې د اسلامې نړۍ ځوانان، غربیانو د فکري جګړي ترڅنګ په خپل تربیتي لومه کې ښکار ګرځولي.
موږ د ټولني هر مشر دځوانانو دتربیی او روزنې په اړه مسئولیت لري، خو ترټولونه مخکې مور دغه مسئولیت لري، چی خپل زوی ته پاملرنه وکړي، د بوزدلۍ درس ورنه کړي، د علامه اقبال خبره په خاورو کې دلوبوکولو پرځای ورته په هوا کې د ښکار کولو چل ور وښایي او د صحابو او سلفو د میړانې کیسې او د هغوي په لار تګ ته یې وهڅوي، او بیا پلار، مشرورور او دکورنۍ بل هر مشر مسؤلیت لري چې د ځوانانو لپاره ښه اوغوره لاره وټاکي ترڅو بې لارۍ ته میلان ونه کړي، او له هغې ورسته د مسجد امام او د مدرسې، ښونځې، او پوهنتون استادان په خپل وار خپل مسؤلیتونه لري چې د زدکړي ترڅنګ د هغوي فکري روزلو ته هم ځانګري پام لرنه وکړي.
الله تعالی دې زموږ مشرانو ته دا توفیق ورکړي ترڅو دخپلو اولادونو د روزنې لپاره اساسي فکر وکړي، او د دښمن د لومو یې خبر کړي ترڅو دوي خپله ټولنه په ښه توګه سره د فلاح او کامیابۍ په لوري مخته بوځي.
ماخذونه
په ټولنه کې د ځوانانو اهمیت (کتاب)
په انسانې نړۍ د مسلمانانو د لوړتیا او زوړتیا اغیز( علامه نداوي)
د لارې مشال
د امت سر لاري