د روژې اوومه تحفه

درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني محدودیت نه دی یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کیدل روژه خرابوی . حدیث دی چی : ځینی کسان داسی روژه نیونکي وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس . او دا هم اوومه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ، ( ن . صمد، [email protected] ).

د پروفیسور شکست

یو پروفیسور د خبرو پر مهال یو سړي ته وویل چی ولی علم او پوهه نه حاصلوې ؟ هغه ورته وویل چی صاحبه ! د علم او پوهي کوم لنډیز او خلاصه چی سته ، هغه می ټوله حاصل کړي دي . عالم ورڅخه وپوښتل چی د علم او پوهي خلاصه بیا څه شي ده ؟ سړي په عاجزۍ سره داسی ځواب ورکړ :
۱ ـ تر څو چی رښتیا ختم سوي نه وی ، درواغ نه وایم ؛
۲ ـ تر څو چی حلال ختم سوي نه وی ، حرام ته لاس نه اچوم ؛
۳ ـ تر څو چی د خپل ځان ( یعنی نفس ) تفتیش می پای ته نه وی رسولی ، د بل عیب نه لټوم ؛
۴ ـ تر څو چی د خدای د رزق خزانه ختم سوې نه وی ، د هیچا څخه یې نه غواړم ؛
۵ ـ او تر څو چی ګام می په جنت کی نه وی ایښیً ، د شیطان او تکبر څخه نه غافل کیږم .
پروفیسور د دې معقول او مقنع ځواب اورېدو هک پک او پټه خوله کړ او پسله څو ثانیو څخه یې هغه سړی په غیږ کی ټینګ ونیوی او ورته ویې ویل چی اصلی عالم او پروفیسور خو همدا ته یې نه زه !
دا حقیقت دی چی په مال او دولت یوازی کتابونه تر لاسه کولای سو ، نه علم . حضرت عیسی (ع) فرمایلی دي چی « تاسو په یوه وخت کی د الله او خپل نفس دواړو رضا نسیً حاصلولای .» نو هیله ده چی اول صحیح او ګټور علم حاصل کړو ، بیا هغه پر ځان عملی کړو او بیا یې بل ته سوغات کړو. دنیوي او اخروي بری په همدې کی نغښتی دی .

وړه مګر درنه خبره

انسان تل د مرګ څخه ځغلی او تښتی . د ناروغیو څخه ځان ساتی او که مریض سی نو تر وسه وسه خپل علاج کوی څو د مړینی ښکار نسي . لاکن موږ او تاسو همیشه ګورو چی تقریبأ هر انسان د دې برخلاف له دوږخه د نجات لپاره دومره زحمت او مشقت نه زغمی څومره چی له مرګه یې د خلاصون لپاره کوی .
نو که څوک له دوږخه د تیښتی ښه تدبیر وکړی کېدای سی د هغه څخه نجات ومومی . موږ او تاسو چی د کوم مرګ څخه د ژوند له پیله تر پایه ځغلو او ورڅخه تښتو ، قطعأ ترې خلاصېدای نه سو . ژر یا وروسته مو اجل په خپلو مضبوطو منګلو کی راګیروي او د دې روښانه او پراخي دنیا څخه مو یو تنګ او تیاره ګور ته وړي .
نو غوره او بهتره دا ده چی د مرګ څخه د فرار پر ځای د جهنم څخه د فرار تدبیر وسنجوو . داسی نه چی مرګ هم راته راسي او د دوږخ څخه د نجات لپاره مو لمن هم خالی وی . بیا به څه کوو ؟
حضرت ابوبکر صدیق (رض) څه ښه فرمایلی دي : « داسی مرګ وغواړه چی ژوند درکړی » ! نو همدا علت دی چی اوس لا ښه موقع او فرصت لرو یعنی : نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

لیکوال : نثار احمد صمد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د