نظــر

د ګران افغانستان په اړه …..!

اسامه جوهري

دا يو څرګند حقيقت دی چې په دې وخت کې د افغانستان امن د نړيوالو مجبوري ده ، کوم وخت چې د نړيوالو ګټه په جنګ کې وه هغه وخت زموږ د بقاء او فنا خبره ډېره شاته پاتې وه ، بلکه هغوئ په خپلې افاديت پرستي او پراګماټيزم  کې غرق ول، يعنې هر کله چې د نړيوالو فائده په جنګ کې وه بيا زموږ اهميت ته ونه کتل شول ، او د خپلې بقاء او پرمختګ لپاره يې زموږ د ژوند ، دين ، وطن ، او امن پروا ونه کړه ، او دا پروا نه کول دوئ خپل حق بولي ، د اسلامي اخوت خبرې خلکو ډېرې وروسته پريښودې ، اکثره اسلامي هيوادونو هيوادي منفعت ته په اسلاميه ترجيح ورکړله ، بهر حال موږ او نړۍ يو دسې حالت ته ورسېدو چې زموږ په بې امني کې وس د نړيوالو هم نقصان دی ، شايد چې دا د محيط له امله وي ، ځکه د اسيا زړه چې بې امنه وي نو نور بدن باندې هم منفي اثر کوي ….!

وس مهال په افغانستان کې د امن لپاره هلې ځلې روانې دي ، او دا امن افغانانو ته يو زرين چانس دی چې پوره پوره فائده ترې واخلي ، او زيات کار په خپل قوت او خودمختارۍ باندې وکړي تر څو يو ځل بيا د چا د مجبورئ ښکار نشو ،
زما په فکر قوت ته رسېدل يوازې هغه وخت ممکن دي چې نوی نسل هوډ وکړي ، او مسؤلانه طبيعت جوړ کړې.

متاسفانه وس مهال زياتره ځوانان په مرده پرستي، شخصيت پرستي ، انا پرستي ، نفس پرستي او غرب پرستي کې ډوب دي ، او نتيجه يې دا ده چې ډېرو ځوانانو د خپلو مشرانو په اړه محدود عقايد جوړ کړي او دې عقايدو نه عقده جوړه شوې ، همدا لامل دی چې په افغانستان کې رهبران ډېر دي او د هر رهبر پلويان د بل رهبر مخالفين وي ، هر پلوي ته د خپل رهبر بدې کړنې او د بل د رهبر ښې کړنې نه ښکاري ، په همدې وجه خلکو کې يوه خاموشه بې اعتمادي رامنځته شوې ، او دا هغه غټ مرض دی چې انفراديت ته لاره هواروي ، آيا تاسې دا خبره محسوس کړې چې زموږ په هيواد کې هر سړی غواړي چې يو تنظيم جوړ کړي او خپله يې رهبري وکړي ؟ هو بلکل دا يو واضحه خبره ده خو دا ښه خبره نه ده بلکه د نقصان خبره ده ، لامل يې دا دی چې په يو هيواد کې  ډېر تنظيمونه خپله کورنۍ جګړې ته لاره هواروي او عوام د يو ښه مشر د صلاحيت څخه محرومه پاتې وي ، هر تنظيم ضعف طرف ته لاړشي او نيتجه دا شي چې هيواد تجزيه شي ،
د افغاني ځوانانو مخې ته همدا غټ چيلنج پروت دی چې څنګه په يو دسترخوان سره راټول شي ،
او دا يوه غير معقوله خبره ده چې يوه ډله يا تنظيم ټول شوټ کړه نو امن به راشي ، وجه دا ده چې وس مهال هر تنظيم په خپل ذات کې يو فکري مکتب هم دی ، او فکر په شوټ کولو نه ختميږي ، ځکه چې کله يو فکر په زور ختموې نو هغه يوه انقلابي بڼه غوره کوي ، نو لهذا فکر په فکر ماتيږي.

که چېرې موږ په راروانه کې له دا خلي جګړو څخه ځان ساتل غواړو نو لازمه ده چې يوې نوې زاويه باندې فکر وکړو ، دسې يوه زاويه چې په هغې کې ټول ارزښتونه خوندي پاتي شي ، دا واړه خدايان ختم کړل شي او د يو الله عبادت پيل شي ، (واړه خدايان يوه اصطلاح ده )  نسلي او ژبني تعصبات ختم شي ، شخصيت پرستي يا مرده پرستي ته پای ټکی کېښودل شي ، او هر ځوان خپل ځان مسؤل وګڼي ، تر خپلې وسې پورې خدمت وکړي.

د هدف لپاره ځان ليونی کړئ ، خوبونه حرام کړئ ، دومره مطالعه وکړئ چې سر مو په درد شي ، ژبه کنټرول کړۍ ، بې اتفاقي نه ځان وساتئ ، د ورونو په شان ژوند لپاره مبارزه وکړئ ، د بل په مخالفت خپله ژبه مه قوي کوئ بلکه د خپلې ژبې لپاره علمي مواد جمع کړئ ، ژبه مالداره کړئ ، همدا راز خپله بقاء په داخلي تغير کې ومومئ ، ځکه خو الله تعالی هم په سوره رعد کې د ځان بدلون د قام د بدلون پيل بللی ،
بد اخلاقي نه ځان ساتل مهم دي ، که موږ خپل دوښمن ته يو ميليون کنځا وکړو ، او په لايفونو خپل موبایلونه په لاړو ولړو نو هيڅ ترې نه جوړېږي ، نه پرې د دوښمن يوه تيګه ماتيږي ، بلکه دوښمن پرې خوشاله کېږي ، او که چېرې موږ د ځان په قوت کار وکړو نو دا به يو بهترين عمل وي.

کله هم دسې مه وايي چې فلانکی خدمت نه کوي نو زه يې ولې وکړم ؟ فلانکی مطلقا پريده ، په خاموشي سره کار شروع کړه ، او تر اخره يې کوه ، په حقيقي معنا له دين او هيواد سره عشق وکړئ ، عاشق خو دار ته هم غاړه کېږدي نو بيا ولې موږ د خپلې سستي لپاره د نورو کړنې بهانه کړو ؟

چې تر څو پورې موږ خپله مفکوره نه وي جوړه کړي تر هغه پورې نشو قوي کيدلی او دا هم زيات امکان دی چې راروانه کې يو ځل بيا نړيوال موږ د خپلو مجبوريتونو ښکار کړي او د(  کولډ او پراکسي وار ) په منځ کې بند پاتې شو …….!

افغانستان يو زخمي قاضي دی ، د دې علاج ژر تر ژره مهم دی تر څو په چوکۍ کېنې او قضاوت وکړای شي ، او که زخمي وي نو ټول قضاوتونه به پردي کوي …….!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x