شعـــــرونه

د کرم یوه شېبه درځنې غواړم/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

د کرم یوه شېبه درځنې غواړم
جنت غېږه کې دې شپه درځنې غواړم

چې زۀ پوه شم یعنې اوس دې هم خوښېږم
فقط دومره اشاره درځنې غواړم

تۀ او خدای دا دې په ما باندې لوریږي؟
چې په مات زړۀ مخه ښه درځنې غواړم

باچا ځه دعاءقنوت نه به در تېر شو
خو معنا د لملمه درځنې غواړم

چې له مرګه وروسته هم تۀ راسره یې
ژونده! داسې یارانه درځنې غواړم

د وادۀ کیسه خو خدای خبر که وشي
خو د بیا لیدو وعده درځنې غواړم

د بنګړیو موسیقۍ سره چمبه او
یه قربان سره ټپه درځنې غواړم

واخله واخله چې هر څو مچکې اخلې
“خدرخېل” یې یو په دوه درځنې غواړم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x