نظــر

ولې پر اوربند ټینګار؟

کریم الله زاهد

افغانان په داسي حال کې چې سولې ته تر بل هر وخت نژدې شوي دي، د ځینو جهتونو لخوا پر طالبانو فشار راوړل کیږي چې ګویا د افغانانو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي او تر هر څه مخکي اوربند ته غاړه کښېږدي.

اوس پوښتنه دا ده چې تر هدف مخکي د اوربند کول رښتیا هم د افغان ولس غوښتنه ده؟ که نه دا غوښتنه په زور پرې تحمیل شوې ده؟

بله پوښتنه دا چې ایا د اوربند غوښتنه رښتیا هم د وینې درېدو په نیت کیږي؟ که نه د طالبانو د ذوب کولو یوه رنګېنه دسېسه ده؟

د لومړۍ پوښتنې په تړاو، هغه افغانان چې شاوخوا دوې لسیزي یې د امریکايي تجاوز خلاف جهاد وکړ، د اسلامي نظام د اعادې لپاره یې د سر او مال قربانۍ ورکړې، زخمونه او تکلیفونه یې وزغمل، بې کوره او بې سرپناه شول، هغوی هیڅکله د امریکايي تجاوز تر کامل اختتام او د اسلامي نظام تر اعادې مخکي د اوربند کول نه شي منلی، ځکه د کومو لوړو اهدافو لپاره چې هغوی خپل اولادونه قرباني کړل لا هم نه دي ترلاسه شوي.  که اوربند وشي او اهداف نه وي تر لاسه شوي نو ددې ولس له لاسونو به څوک خپل ګرېوان خلاص کړای شي؟ پداسي حال کې اشغال لا هم حاکم وي او د اسلامي نظام د حاکمیت په لاره کې لا تر اوسه خنډونه پراته وي.

هغه محدود بې طرفه افغانان چې د اوربند غوښتنه کوي، هغوی اصلا ددې جهتونو تر تأثیر لاندي راغلي او له حقایقو لیري ساتل شوي دي، که نه هیڅکله به یې تر هدف مخکي د هدف لپاره د مبارزې د درولو غوښتنه نه وای کړې.

او د دویمي پوښتنې په تړاو ،  د اوربند غوښتونکي هیڅکله د وینې د درېدو په نیت د اوربند غوښتنه نه کوي، که دوی ته وویل شي چې له جمهوریته تیر شئ چې وینه ودرېږي، ایا دوی به ترې تیر شي؟ او یا که ورته وویل شي چې په اصطلاح تر ۱۸ کلنو لاسته راوړنو تیر شئ چې اوربند وشي او وینه ودریږي ایا وبه یې ومني؟ هیڅکله نه، ځکه دوی د اوربند غوښتنه د وینې درېدو په نیت نه کوي، بلکي دا کار یې د اشغال او جمهوریت خلاف د طالبانو د قوت د ویلي کولو یوه رنګېنه دسیسه ده چې غواړي د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د افغان ولس پر ټولو قربانیو خاوري واړوي، طالبان هم د نورو کسانو په څېر د نظام منلو ته اړ کړي او د فشار هغه قوه له منځه یوسي چې دوی یې د طالب سره کښېنستلو ته اړ کړي دي.

ښه خبره داده چې لومړی د روانې جکړې عوامل کاملا له منځه یووړل شي او بیا جګړه ودرول شي، که نو د موقت وخت لپاره اور بندول هیڅکله د افغانانو درد نشي دوا کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx