افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د مذاکراتو په دوران کې د «ارګ تخریبوونکې ژبه» د ولس هیلو ته زیان رسوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ د مذاکراتو لړۍ پیل شوې؛ طالبانو ارګ تورن کړی، چې د سولې په وړاندې «تخریبوونکې ژبه» کاروي او په دې سره د ولس امیدونو ته صدمه رسوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې په همدې تړاو خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د ارګ دننه یوه کړۍ چې د جګړې او بهرني اشغال د دوام په لټه کې دي په شعوري ډول د سولې هڅې تخریبوي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې د سولې په مخنیوي کې د ارګ هڅې طالبانو ته زیان نشي اړولای؛ خو ولس ناهیلی کوي«که څه هم د شکست خوړلو حلقاتو د پروتو لغتي اسلامي امارت ته هیڅ نوع زیان نشي رسولای؛ خو د سولې په تخریب کې د افغان مظلوم ولس امیدونو ته هرو مرو صدمه رسولی شي، د کابل نه د لیږل شوی مشترک مذاکراتي ګروپ حیثیت ته نقصان رسوي، د سیاسي اپوزیسیون او نورو ګوندونو چې د سولې لپاره خوشبین دي؛ د هغوی ټولو هڅي په نا امیدۍ بدلولی شي.»

طالبانو ددې تر څنګ په مصالحې شورا او له کابله تللي مذاکراتي پلاوي باندې غږ کړی، چې د ارګ ژبه کنټرول کړي او هغوی د سنجیده ګامونو اخیستلو ته وهڅوي «اسلامي امارت د افغانستان د راتلونکي لپاره پرسنجیده هڅو باور لري، که چیري جانب مقابل هم ورته ګام واخلي؛ لري نه ده چې د افغانستان غمیزه پای ومومي او هیواد مو له یو عزتمن استقلال څخه برخمن او د یو افغان شموله، غښتلي، سوچه اسلامي نظام څښتن شي.»

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې وړمه ورځ د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» طالبان «وحشیان» او «ترورستان» یاد کړل او ددې تر څنګ یې ادعاء وکړه چې له هغوی سره د نظام په ډول، نوم او محتوی باندې هیڅ معامله کېدای نشي.

ورپسې تېره ورځ «اسدالله خالد» هم طالبان د بریدونو په زیاتوالي تورن کړل او ګواښ يې وکړ، چې پوځ به هغه هوکړه ونه مني چې په اتلس کلنو لاسته راوړنو معامله پکې شوې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x