افغانستان

له دې وروسته تذکره کې د نورو مشخصاتو تر څنګ د مور نوم هم لیکل کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ «ارګ» وایي، اشرف غني د ثبت احوال نفوس په قوانینو کې هغه زیاتوالی تایید کړی چې  په اساس یې په تذکره کې د نورو مشخصاتو تر څنګ د مور نوم هم لیکل کېږي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي « جمهوررئيس غني د فرمان له لارې د نفوس د احوالو د ثبت قانون په ځينو مادو کې زباتوالی او تعدیل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې تصویب کړی و، توشیح کړ. د جمهوري ریاست د دې فرمان پربنسټ د مور نوم په تذکره کې په رسمي توګه د ټولو فردي مشخصاتو ترڅنګ درج کېږي.»

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې ولسي جرګې په لومړي ځل په تذکره کې د مور د نوم لیکلو موضوع راپورته کړه، چې په ټولنیزو رسنیو کې د خلګو له توند غبرګون سره مخ شوه او یو غیرضروري کار یاد شو.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یاده کړه، چې په تذکره کې د مور د نوم لیکل یو غیر اړین کار دی چې حکومت یې د غرب په تقلید کوي او غواړي  ولس له اصلي موضوعاتو لیري وساتي.

د محمد نبي په نوم یو تن پر ټویټر د صدیقي په جواب کې لیکلي « ډير بی ځايه بی معنی او غير ضروري اقدام دې زه يي دتذکرو دتوزيع پر ضد دسيسه ګڼم خاصتآ پښتون مېشته سیمو کښی.»

د علي قمرزي په نوم یو بل تن لیکي « په تذکره کې مور نوم ليکل يوازي او يوازي د پښتنو لپاره يو شوم پلان دي ، اکثریت پښتانه د الکترونيکي تذکرو نه بې محرومه کول دي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

زه فکر نه کوم، چه په نړي کي به ځوک يو هيواد را په ګوته کړي، چه هلته دي په تذکره کي د مور نوم ليکل شوي وي. هتا په غربي نړي کي چه سکولران پري عقيده لري هم داسي يو هيواد نشته او دا يو غيري منطقي او ضروري کاردي.سکولران غواړي چه يوه موضوع رامينځه کړي، ترځو خلک پکشي مصروف کړي او د اصلي موضوع نه چه هغه سوله او داسلامي نظام جوړول دي، لري وساتي. ممکن سکولر، پرچميان او خلکيان پښتانه دا کار ورسره وکړي، اما مسلمان پښتانه به په هيځ صورت کي دا کار ونه مني او… نور لوستل »

عبدالله

دا د یهودو شاکردان کله شرم لری , په اسلام نسب پلار ته کیږی نه مورته نو د مور د نوم لیکلو ته ضرورت یوازی د یهودو او نصاوو خوشحاله کول او د هغوی پیروی او اسلام مخالفت یی هدف دی, خو ان شاءالله چی دا به ورستی لعنتی فرمان وی . داسی به ناکام شی لکه د یرغلکرو سره یی د دایمی اډو ورکولو تړون ناکام شو

نعمت الله

بي غيرت ها فكر ميكنن كه همه مردم حال ديوس شده اند در پاسپورت کی تقاضا میکردی میگفت عکس ضرورت است کی گوش های زنها معلوم شود حیف ازین جمهوری کی به نام اسلام تمام کار های خلاف اسلام انجام میگیرد. حال همان غیرت اسلامی که نداریم همان غیرت افغانی ما نمیدانم که کجا رفته حیف که وطن به دست چی قسم انسانها بیخرد افتاده.

pattang

دا وحشیان په هیڅ نه پو هیږي په خره چپه سپریږي ! چیرې چې وروسته پاتې بی‌منطقه اضافه کار وي نو دا رزیلان هغه کار کوي ! دا خره په غلا او رشوت پوهیږي او نور نه ، دوی هغه کارونه کوي چې نه په علم ، نه په رواج او نه په اقتصاد برابر وي!  د تذکرې په پاڼه کې د مور پلار او نور مالومات ورکول د خرو رشوتخورو کاردی ، د تذکیرې لپاره يواځې نوم ، تخلص او ۱۲ يا ۱۵ عدده الفا نومیریک پرسونل لمبرپه کاردی ، په  دغه لمبرکې چې الفا نومیریک دی،د( Personal number)… نور لوستل »

طوطی

د امریکایانو په نیشنل آی ډی کارت یعنی تذکری کی د مور نشته د غرب د خوشحاله ولو خبره هم نده، فقط پدی کار سره به پښتانه تذکره نه اخلی او کچیری په آینده کی انتخابات کیږی نوم پښتانه له انتخابات هم بی برخی وی. د اقتصادی له لحاظه یوه کلی ولایت کلنی بودجه هم د هغه ولایت د نفوسو په اساس تخمینیږی چی پدی کار سره به پښتانه میشته سیمو کی د ترقی او سوکالی کارونه بالکل شاته واچول شی او پښتون میشته سیمو ولایتونو ته به مالی بودجه هم په مراتب سره کمه وی. دیکی هیڅ شک نشته… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x