د واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

مات  جنرال مک ماسټر بیا جنګي سو

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا پخوانی مشاور، جنرال مک ماسټر، پخپل نوي کتاب کي لیکي:

له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل او د طالبانو سره یارانه ټینګول د امریکا امنیت تهدیدوي. مک ماسټر له افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل ستره اشتباه ګڼي. هغه وايي افغانستان د شوروي د اشغال له زمانې څخه بیا تر اوسه پوري د تروریزم مرکز دی.

مک ماسټر وايي هغو ترورسټي سازمانونو چي موږ ته یې خطر مواجه کړی دی، همدااوس تر ۲۰۰۱ ډېر قوي دي. هغو خلګو چي د سپټمبر د یوولسمي حملې وکړې، هغوی د مجاهدینو له مکتبه فارغ سوي ول.

مک ماسټر وايي جمهورریس ټرمپ د طالبانو سره د افغان حکومت پر ضد ملګرتیا کوي. د ټرمپ دا پالیسي معقوله نده. جنرال مک ماسټر وايي امریکا باید د افغان حکومت سره کومک وکړي، او ورسره ودرېږي.

مک ماسټر وايي چین او روسیه امریکا کمزورې او آسیب پذیره ګڼي. په امریکا کي د کورونا مرض او قومي درزونو، نفاق، او اختلافاتو متحده ایالات کمزوري کړي دي. روسیه او چین له همدې کمزورتیاو څخه ګټه پورته کوي.

جنرال مک ماسټر یو ناکام، افراطي، او جنګره جنرال دی. د امریکا د جنګي ماشین او امپریالیزم یو بګېل مدافع دی.

جنرال مک ماسټر هیڅ جنګ ندی ګټلی، بلکي فقط د ځان د شتمنو په غم کي دی. مک ماسټر غواړي چي پدې څرګندونو سره د خپل نوي کتاب لپاره خریداران زیات کړي. هغه غواړي چي د جان بولټن غوندي عمل وکړي.

کله چي د جنرال مک ماسټر احماقانه څرګندونو د جمهورریس ټرمپ قهر راوپاروی، سمدستي یې برطرفه کړ، او په مارش مارش يې له سپيني ماڼۍ څخه اخراج کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

مک ماسټره ! د لیری خبری کول آسانه دی ، څه چی مو د وسه وه هغه مو وکړل نور خو څه کولای هم نسی .
د هغی ورځی چی ظالمی امریکا په افغانستان کی پښه ایښه ده په تاوان کی ده او دا به یی پای هم نه وی نور آفتونه به الله تعالی پر نازله کړی . دی وحشیانو د یو وړوکی موئمن او مظلوم ولس سره ډیر وحشت او ظلم وکړ ، اوس دی نو ځان ټینګوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x