
د امریکا سفارت افغانستان کې پر ښځینه فعالانو د ممکنه بریدونو په اړه خبرداری ورکړ
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۹ل): کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی، چې «سختدریځې ډلې» په افغانستان کې پر په مختلفو اهدافو په ځانګړې توګه پر ښځینه فعالانو د بریدونو ترسره کولو لپاره پلانونه تیاروي.
په هغه خبرپاڼه کې چې تیره ورځ په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري خپره شوې په هېواد کې پر ښځینه فعالانو د ممکنه بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
په خبرپاڼه کې هغه ډله نه ده په ګوته شوې چې پر ښځینه فعالانو د بریدونو لپاره تیاری نیسي.
په کابل کې د امریکا يي سفارت د خبرداري په اساس:«ترهګر سازمانونه په افغانستان کې په مختلفو اهدافو د بریدونو لپاره د پلانونو په جوړولو بوخت دي، چې له دې ډلې ډیر ګواښ په حکومتي چوکاټ کې ښځینه فعالانو، د بشر حقونو فعالینې، معلمانې او نور دولتي کارمندانې شاملې دي.»
د امریکا سفارت په داسې مهال افغانستان کې پر ښځینه فعالانو د ممکنه بریدونو په اړه خبرداری ورکوي، چې له تیرو شپږو ورځو راهیسې د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د کاري اصولو پر سر خبرې اترې روانې دي.
د شنونکو په باور په داسې حال کې چې له اږدو چنو او جنجالونو وروسته افغان جهتونه او طالبان د بین الافغاني مذاکراتو میز باندې د خبرو لپاره ناست دي او داسې ډیرې هیلې شته چې روان مذاکرات به هېواد کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي، د امریکا د سفارت له خوا داسې ویروونکې اوازې ښايي په لوی لاس د بهرنیانو لخوا د سولې پروسې د سبوتاژ کولو د هڅو په معنا وي، چې باید مخه یې ونیول شي.
کیدای سی چی دا د ناصالح او د غوندی د نورو د سولی د دښمنانو پلان وی هغه چی په سوله کی خپل تاوان وینی .
اهداف یی هم ښه ټاکلی دی .
الهی جل جلاله کفار او منافقین نور هم بی اتفاقه کړی .