د واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

جو بایډن: ابدي جنګونه به ختم کړم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۹ل):د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن ټینګار کوي چي د امریکا ناانجامه او بې پایانه جنګونه به ختم کړي.

د امریکا د پنسلوانیا په ایالت کي یوه متقاعد امریکايي عسکر له جو بایډن څخه وپوښتل چي ایا د امریکا «عبث او بې انجامه جنګونه به ختم کړي؟» جو بایډن په جواب کي ورته وویل،«هو، زه به دا کار وکړم.»

جو بایډن زیاته کړه کله چي د جمهورریس اوباما مرستیال وو، هغه افغانستان ته د زیاتو عسکرو د استولو سره مخالف وو. 

جو بایډن وايي په افغانستان کي یوازي د امریکا د تروریزم ضد حضور سره موافق دی. «موږ باید د دې توان او ظرفیت ولرو چي که چیري له هغه ځایه زموږ پر ضد د ترورسټانو حملې تنظیم سي، موږ یې د جواب ویلو قابلیت ولرو. دا کار د ډېرو عسکرو شتون ته اړتیا نه لري.» 

مبنع: واشنګټن ایګزامینر

تاریخ: سپټمبر ۱۸، ۲۰۲۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا نه جوبایدن او نه ترمپ دی او نه بوش او اوباما دی چه جنګ یی شروع کړی او لا به جنګ بند کړی دا نړیوال یهودی او عیسوی استعمار یا نظم نوین جهانی دی چه جنګ کله پیلوی او کله یی ختموی ، نظم نوین جهانی د مظلوم بشریت د قانونی او د اوو طالبانه استثمارولو د پاره د نړیوال حکومت تاسیسولو هڅی او داعیه لری چه ټولو مهم نهادونه لکه ، مالی ، نظامی ، تبلیغاتی، استخباراتی او داسی نور د نړیوال استعمار د نړیوال حکومت له خوا ترسره چه په راست کی یی لوی یهودی او عیسوی… نور لوستل »

جمیل

د افغانستان جګړه به ختمه کړی خو خپله ماته به پټه نکړی . آ مډرنه ټکنالوژی مو څه سول ، آ د افغانستان د جنګ لپاره چی مو هوا ته نوی ساټلیټ ولیږی چی یو اینچ شی پر مځکه وینی هغه څه سو ، آ رامبو او روبوټ جنرالان او عسکر مو څه سول ، آ په ډالرو د غلامانو رانیول مو څه سول ….؟؟؟؟؟ ویل ملا صاحب امریکا د ډیرو زورورو او ډیر زور سره در روانه ده ، په جواب کی ورته وویل د دوی ټولو زور الله تعالی ته مچ غوندی هم ندی ، سبحان الله. الله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x