افغانستان

طالبان: په تعلیمي ادارو او عامه تأسیساتو توپچي او هوايي بریدونه د توجیه وړ نه دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د تعلیم او تربیې  او عالي تحصیلاتو کمیسیون د کابل حکومت د عسکرو لخوا په تعلیمي ادارو او عامه تأسیساتو بریدونه په  کلکه غندلي او دا کار نه توجیه کېدونکی «وحشت» بللی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون لخوا خپره شوې، په دې وروستیو کې په فاریاب، بغلان، پکتیا او کونړ ولایتونو کې د دولتي عسکرو لخوا په دیني مدارسو، مساجدو او تعلیمي مراکزو د توپچي او هوايي بریدونو یادونه شوې، چې په ترڅ کې یې یو شمېر زده کوونکي او طالب العلمان «شهیدان» او ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې په تعلیمي  ادارو او عامه  تأسیساتو برید نه توجیه کېدونکی وحشت او جنایت بلل شوي چې په خبره یې «دښمن» په قصدي ډول غواړي ددې مراکزو په نړولو سره هېوادوال د تعلیم له نعمت څخه محروم کړي.

د خبرپاڼې په پای کې د طالبانو تعلیمي کمیسیون د دولتي عسکرو دغه «وحشي» کارونه په کلکه غندلي او په بشري سازمانونو او رسنیو یې غږ کړی چې د «دښمن» دا ډول کړنې وغندي او د مخینوي لپاره یې د نورو اقداماتو ترڅنګ رسنیز پوښښ هم ورکړي:

«د تعلیم اوتربیې او عالی تحصیلاتو کمېسیون د دې تر څنګ چې دغه وحشي کړنې په سختو ټکو غندي، په ټولو تعلیمي نهادونو او د بشري حقونو د ساتنې په ادارو غږ کوي چې د دښمن دا ډول اعمال محکوم کړي او مخه یې ونیسي، ورسره رسنۍ هم باید د داسې پيښو راپورونه نشر کړي، ترڅو هېوادوال او نړیوال د دښمن له کرغیړنو اعمال خبر شي او د داسې پيښو د تکرار په مخنیوي کې خپل مکلفیت ترسره شي.»

د طالبانو د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون په داسې مهال د تعلیمي ادارو او مدارسو د ملاتړ لپاره په نړیوالو او کورنیو سازمانونو د اخلاقي مرستې غږ کوي، چې په دې وروستیو کې  دولتي عسکرو د هېواد په یو شمېر سیمو کې په مساجدو، ښوونځیو او دیني مدارسو «ړندو بمباریو» او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې ګڼ جوماتونه، ښوونځي او مدرسې ویجاړې شوي او سلګونه زده کوونکي د تعلیم له نعمت څخه بې برخې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

وایی د هندو له کوره قرآن راووت. کم مکتوبونه مو وسوځول صرف په جنوب غرب حوزې کی مو ۱۴۳ معلمان وژلی، په ارزګان کی په زرهاو ماشومان له سبق او درس څخه بی برخی دی دا ټول د څه له وجی، دا ټول د طالبان د لاسه. اوس ## شوی چی دنیا مو ولیده؟

طوطی

کله به می هیر شی چی د ازری د ولسوالی صحی کلینیک د ډاکترانو، بیوازانو او مریضانو سره یو ځآی د انتحاری ځان وژنی حملی له وجی ټول تباه شو او تر نن ورځی بیا په پخوانی شکل سره هلته زمونږه د خلکو تداوی ونشوه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x