نظــر

خَپَک زیر ِ بوریا

حفيظ الدين پيرزاده

پاسنۍ جمله د پاړ‎سي دہ او ھغه چاته کاریږ‎ي چې ډیرې ستونزې یې پیدا کړ‎ې وي خو بیا یې ھم نوم د ھیڅ یوې ستونزې سرہ تړ‎لی نه یادیږ‎ي.

مفکر خو ھغه د عربانو خبرہ؛ کَما یلیقُ بِمکانته ( لکه څرنگ چې ورسرہ مناسبه دہ ) د خواله رسنیو کاروونکیو تل د خرو په ځای کې درولی وي.

د ھغه لومړ‎ي معاون پنجشیري صالح ته ھم  د پنجشیر د یو څو کوڅه ډبو لوچکانو نه علاوہ نور ټول ولس د ھندوانو د سالې ( حرامي ) په سترگو گوري.

غني، د ارگ جمبوریان، بې ھویته ټامیان، سالې او د غلو، لوچکانو او گوډاگیانو نور گروپونه خو مو ټول په خواله رسنیو کې وخت په وخت پورہ څنډلي دي!

خو د خفک زیرې بوریا،  وطن دښمنه فعالیتونو او ولس دښمنه کردار څخه کما حقه ھیچا پردہ نه دہ پورته کړ‎ې!!
زہ بې دانشه دانش یادوم. ھسې خو په نوم د افغانستان د اسلامي جمھوریت (!) دویم مرستیال دی مگر په حقیقت کې د ھزارہ لږ‎ہ کیو د روا او ناروا حقوقو مدافع وکیل!

د علی پور په شمول د ھزارہ گانو ټول اوباش، بدماش او لوچکان د ھمدہ په زور د قانون له چنگال څخه آزاد شوي، وسله ورکړ‎ل شوې او پر ولس د بې لگامه وحشي ځناورو په څیر ور خوشې شوي.

د فاطمینو راغلي جنگیالي ھم د مبادا ورځې لپارہ د ھمدې جناب په توسط مسلح، تنظیم او بسیج شوي.
کلونه وړ‎اندې د فاطمینو د تیورۍ اصلي طراح ایرانی ایت الله سیستانی د ھمدہ لخوا په افغانستان کې شاھانه استقبال شو.

که د دانش د دویمې مرستیالۍ د دولتي موظفینو او چارواکیو پر لست ھسې یو سرسري نظر ھم واچول شي نو له لوړ‎پوړ‎ي چارواکي تر کوزپوړ‎ي ټول ھزارہ گان دي، پښتانه به یوې خواته پریږ‎دو د ھیڅ کوم بل ملیت مامور ھم پکې نشته.

که د دانش دفتر یواځې د ھزارہ ورونو له حقوقو څخه د دفاع ارگان وای بیا به موږ‎ ھم ډیر شکایت نه کاوہ خو کله چې د افغانستان د دولت دویمه مرستیالي ورته وویل شي او بیا تر واړ‎ہ سلیمانه ټول پکې ھزارہ گان  را ټول وي، پخپل ټول عمر پکې یو رسمي مکتوب په ملي ژبه نه وي لیکل شوی، ۹۰ سلنه مامورین یې د دایکنډي د ولسوالۍ وي نو سړ‎ي ته له ډیرہ غمه خندا ورشي او زړ‎ہ یې غواړ‎ي چې استاد دانش ته د ھمدوی لخوا جوړ‎ شوی ھغه اساسي قانون تدریس کړ‎ي چې وایي د افغانستان ټول وگړ‎ي د حقوقو له مخې سرہ برابر دي!

اوس د افغانستان ماشومان ھم په دې پوھیږ‎ي چې پاکستان یې دښمن دی خو د ایران دښمني د پاکستان د دښمنۍ په پرتله په مراتبو سخته او خطرناکه دہ.
پاکستان مو د ارضي تمامیت او طبعي زیرمو غل دی خو ایران مو د دې دوہ غلاگانو سرہ سرہ د کلتوري زیرمو غل ھم دی او دا ھغه غلا دہ چې د یوہ ملت اساسات ړ‎نگوي مگر بیا یې ھم نوم په افغانۍ رسنیو کې ډیر نه تر سترگو کیږ‎ي. لامل یې ھم دا دی چې په افغانستان کې د ایران ناروا گټې د دانش په څیر خفکھای زیرې بوریا تضمینوي!

تر څو به پټوئ سترگې په دغسې کسانو
قلم پسې را واخلئ د وطن ویښو زلمیانو
( اروا ښاد استاد الفت رحمه الله )
______

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۱۶/ ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx