شعـــــرونه

د مینې طواف/ مستغفر ګربز

مستغفر ګربز

ابـاده مـې دنيـــا سـاتــــم د زړه پـــه یـو سړي
مئین یــمــه مئین یــمـه اوس ښـه په یو سړي

په حسن کې یې نه کیږي کیسې صاحبه واوره
تـمـام دي بس د ټـول جهان خواږه په يو سړي

څښتنه د ارمــان پـه تـار تړلی که څوک راکړې
شـي کم لـه قدرتـونـو بـه دې څه په يو سړي؟

د عشق مستې کوترې مِ دزړه په دښته ګرځي
کـوي طــواف د مـيـنـې لــه کـَـلاه په يو سړي

ګـربـزه مستغـفـره ستا نامه په ډک محفل کې
را ماته کړي په سپين تندي خؤاله په يو سړي

مستغفر ګربز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x