افغانستان

ټرمپ: طالبان ډیر ځیرک او قوي خلک دي، ځکه ورسره ښه چلند کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، طالبان ډیر ځیرک او قوي خلک دي، ځکه د امریکا متحد ایالتونه ورسره په ښه توګه چلند کوي.

ټرمپ په داسې مهال له طالبانو سره د امریکا متحدو ایالتونو چال چلند ښه بولي او د طالبانو ستاینه کوي، چې تیره ورځ د نوموړي د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال مک ماسټر د طالبانو په وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو اوسني دریځ باندې نیوکه کړې وه.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې تیره ورځ په یو خبري کانفرانس کې کړي او داسې ویلي:«طالبانو سره زمونږ چال چلند په ښه توګه روان دی» نوموړی زیاتوي: «هغوی ډیر ځیرک او جدي خلک دي او ډیرقوي هم دي، لیکن تاسو ته معلومه ده چې هلته ۱۹ کاله جګړه تیره شوې او که رښتیا ووایم هغوی هم ستړي شوي دي.»

ټرمپ هڅه کوي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو په ایستلو او دلته د اوږدې جګړې په پای ته رسولو سره دنومبر میاشتې په درېیمه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي او د دوهم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شي.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د وران کال فبروري میاشتې په (۲۹) د سولې تړون مطابق ټاکل شوې ده، چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په پسرلي کې به ټول بهرني پوځیان له افغانستان څخه او د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې به نوی حکومت رامنځ ته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

HAHAHAHAH

Taliban have clear instructions from the Holy Quran and Hadith. They have clear set of rules. They are not changing their policies and therefore they are the winners.

In early 2002, Mulla Omer Mujahid told BBC SHITAN that he would not get tired and his Mujahedeen would follow the instructions of the Holy Quran

Talib Jan will not get tired, no , never, never

غوربندي

totally agreed
Taliban are strong because they depend on Allah and strongly believe on Allah’s promising teaching

long live Adam Khan

طوطی

یو مشهوره شو د طالبانو د معنوی پلار په نامه چی بیا پاکستانی آی اس آی په خپل کور کی په چاقوګانو ټوټی ټوټی کړ او تر اوسه یی قاتل پیدا نشو، اوس بل شهرت مومی په نوم دی (ماما) د طالبانو ماما مبارک مو شه. ترمپ ماما

غوربندي

طوطی که خپل ماغزه لرلای نو د نورو د خولې خبرې به یې نه کاپی کولې.

تا ته خبرې په خوله کې درکول کیژي،،

غ.حضرت

دقیق می یاد ته نه راځی ( ابوحنیفه ؤ که کوم بل مشهور شخص ؤ ) په یو کونج کی ناست ؤ او ژړل ئې، کوم چا ور څخه د ژړا علت وپوښت هغه ور ته وویل چی:
تېره ورځ کوم فاسق کس په عام محضر کی زما توصیف کړی دی نو ځکه ژاړم.
البته موږ خو هغوی غوندی صالح خلګ نه یو چی وژاړو بلکه موږ به ( که اجازه وی ) د ترامپ پر دې څرګندونو وخاندو.

غوربندي

غ حضرت صاحب

ټرمپ د طالبانو صفت نه بلکه ترې نلېدلی دی چې سخت، هوښیار او دقیق خلک دي،،

ستاسو راوړې کیسه دلته سر نه لګوي،،، فاسق او امام یو له بل سره د لومړي لاس ژوندي دښمني نلرله،،،

د نیک ګومان به مخې به ښایی تاسو په ټرمپ خندلی وی.

pattang

حضرت جانه لرې لاړې ډیر شیان د هیر کړي دي او هغه داسې دی :
ګریه افلا طون از ستایش نادان !
حضرت ابو حنیفه علیه رحمه د تړاو په قضیه کې نه تاریخي دی او نه دودي !!

غوربندي

ټرمپ داسې نه دی ویلی چې طالبان نرم خلک دي….

امریکایان او طالبان د لومړي لاس مخامخ دښمنان دی،، د دښمنی له اصولو یو دادی چې دښمن دې مړ کړه اما مېړانه یې مه وژنه،،، امریکایانو په طالبانو راز راز ظلمونه وکړل اما په دروغو، تعصب، فساد او غلامی یې کله هم نه دي تورن کړي….

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx