شعـــــرونه

د ازادۍ قېمت د وینو په سودا ورکوي/ راشد

راشد مشفق

د ازادۍ قېمت د وینو په سودا ورکوي
تر ګل نازک وجود په خوله کې د بلا ورکوي

سپینو ملکو یې تصمیم د جنازې نیولی
یو طالب پروت دی له ژَوَرو ټپو سا ورکوي

په خپل وطن کې یمه خپلو تر مرۍ نیولی
او در باري مُلا زما د مرګ فتوا ورکوي

بد بختي نده مبارک مو دې شي دا امتیاز
خدای وکافرو ته زموږ په لاس سزا ورکوي

ته خبر نه یې ښکلیه مخ کې دې د څه شي نور دی؟
خالق سپوږمۍ ته هم له لمر څخه رڼا ورکوي

د زړۀ پر دښت دې ښایي بیا د هجر شپه پیلېږي
سترګو کې سور شفق دې دغسې معنا ورکوي

د دې تپوس سړی له چا وکړي راشد مشفقه
چې د واکسین قطره کې زهر که دوا ورکوي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x