ورزش

سبا شنبه د هند غور ليګ سيالۍ پېليږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۹ل): د هند غوره ليګ سيالۍ چې د کرونا وبا له کبله شاوخوا پنځه مياشتې وځنډيدې بالاخره سبا د شنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پېليږي.

د آی پي ايل (IPL) لیګ د نړۍ په ليګونو کې تر ټولو غوره ليګ ګڼل کيږي، خو سږکال به د نندارچيانو په نه شتون له هندوستانه لرې د عربي اماراتو په لوبغالو کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده له ساده پرانېستغونډې وروسته د ای پي ايل پېل د ممبۍ انډينز او چينايي سوپر کينګز لوبډلو ترمنځ له سيالۍ وشي. دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷:۰۰ بجې پیل شي.

د يادونې ده، په يادو سياليو کې د افغان لوبغاړو لخوا محمد نبي، راشد خان او مجيب ځدران هم لوبيږي، چې د ای پي ايل په موخه عربي اماراتو ته رسېدلي دي.

د تېر په څېر به محمد نبي او راشد خان به د سنرايزز حيدر اباد لخوا او مجيب ځدران به د کينګز اليون پنجاب لخوا لوبيږي.

افغان لوبغاړي چې اوسمهال د کرونا روغتيايي وضعيت په خاطر قرنطين دي ممکن ونشي کړای په خپلو لومړيو لوبو کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x