افغانستان

کابل لويديځ ارغندي کې د ناټو سلګونه اکمالاتي ټېلر سوځول شوي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د پلازمېنې کابل لويديځ پلو ارغندي سيمه کې د بهرنيو عسکرو د اکمالاتي ټانکرو پر سرای وسله وال بريد کې سلګونه کانټير او د تېلو ټانکرونه سوځيدلي دي.

راپورونه وايي، چې طالبانو لومړی د تېلو ټانکرنو کې چسپکي ماينونه ځای پر ځای کړل، چې له امله يې د تېلو ټانکرونو کې اور بل شو او د دې اور له امله نوموړي سرای کې سلګونه نور اکمالاتي لارۍ د اور خوراک شوې.

له سيمې څخه يو عيني شاهد نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې د پغمان ولسوالۍ ارغندي کلي حيدر خان کلا سيمه کې تېر ماخستن ناوخته يې د درنو چاودنو اوازونه وارېدل. دوی فکر کاو، چې جګړه ده، مګر وروسته پوه شول، طالبانو د ناټو د اکمالاتي موټرو پر سرای بريد کړی دی.

د نوموړي په وينا د سوځېدلو موټرو کره شمېر نه دی معلوم، خو د تېلو او د ناټو د خوراکي توکيو سلګونه لارۍ پکې سوځېدلي دي او اوس هم سيمه کې وېره او ترهه خپره ده.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانيکزي هم د پېښې پخلی کړی، خو نور جزئيات يې ورنکړل.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نوموړي سرای کې شاوخوا شپږ سوه لارۍ ولاړې وې، چې ډېری يې سوځيدلي دي.

طالبانو د ياد بريد يوه ويډيو هم خپر کړې ده.

https://ia902501.us.archive.org/7/items/KabulArghandai/1736957_594089354043901_355050872_n.mp4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x