ټکنالوژي

د ټرمپ د امر سره سم، امریکا کې ډير ژر وي چيټ او ټک ټاک بندیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۹ل): د امریکا حکومت یو وار بیا په چینایي اپلیکیشن وي چیټ او ټک ټاک په یوه بل پسې د بندولو اعلان وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اګست میاشت کې د دوه بېلا بېلو اجرایوي امرونو په لړ کې د وي چیټ او ټک ټاک بندولو امرونه ورکړي وو.

هغه مهال ټرمپ وي چيټ WeChat او ټک ټاک Tiktok ته د ۴۵ ورځو مهلت ورکړی و تر څو دغه شرکتونه خپل فعالیتونه په امریکا کې پر بل شرکت وپلوري او یا هم ورسره شراکت وکړي، که داسې ونه کړي دغه کاریالونه به وتړي.

اوس د ټرمپ د امر سره سم د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه به امریکا کې وي چیټ او د نومبر میاشتې په ۱۲مه نېټه به ټک ټاک وتړي. د راپورونو له مخې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به په امریکا کې ددغه کاریالونو ښکته کول ناکاره شي.

د امریکا حکومت وایي، چین د پیغام لیږونکي کاریال وي چیټ او مختصرو ویدیو خپرونکو کاریال ټک ټاک له لارې په امریکا کې جاسوسي کوي، چې دا ددغه هېواد د امنیت لپاره خطر دی.

بل لوري ته ځينې رسنۍ پر چین او روسیې تور پورې کوي چې ددوی هیکران د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د لاسوهنې کوښښ کوي.

چین د امریکا لخوا لګيدلي تورونه د تل په څېر ردوي او وایي چې دغه کاریالونه د هیڅ هېواد لپاره خطر نه پېښوي.

بل لوري ته ټک ټاک وایي چې دوی د یوه امریکایي شرکت سره شراکت ته نږدې شوي دي، که داسې وشي او د ولسمشر ټرمپ لخوا لاسلیک شي پر دغه اپلیکیشن به بندیز نه لګول کیږي.

وي چیټ او ټک ټاک چینایي کاریالونه دي چې په نړۍ کې هره ورځ د ملیونونه کسانو لخوا استعمالیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x