ورزش

د کرونا ټولنیز واټن مراعتول؛ د جرمني یوې فوټبال لوبډلې په «۳۷» ګولونو ماتې خوړلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۹ل): د جرمني د ټیتې درجې فوټبال یوې لوبډلې په داسې حال کې د ۳۷ په مقابل کې په صفر ماتې وخوړه چې د کرونا ویروس له ویرې یې په لوبه کې ټولنیز واټن مراعاتوه.

د «اس جي ریفډوف – مولزین۲» په نوم لوبډلې د کرونا له ویرې یوازې ۷ لوبغاړي میدان ته ښکته کړي وو او هغوی هم د ټولنیز واټن مراعتولو له کبله د لوبې تر پایه پورې له یوه بله لیرې ګرځېدل.

د ریفډوف لوبډلې پر وړاندې هولدینسټیدت -۲» لوبډلې نږدې په هرو دوه دقیقو کې یو ګول وهلی دی چې د لوبې تر پایه یې ۳۷ ګولونه وهلي دي.

د ریفډوف لوبډلې له لوري د کرونا ټولنیز واټن مراعتول ددې له کبله ترسره شول چې څه موده وړاندې ددې لوبډلې یو لوبغاړی د سیال لوبډلې د یوه داسې کس سره مخامخ شوی و چې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته و.

د بي بي سي د راپور له مخې که څه هم ددې لوبډلې د ټولو لوبغاړو د معاینې پایلې منفي وې خو ریفډوف لوبډله وایي شرایط لا هم خوندي نه دي، او نه غواړي میدان کې د سیال لوبډلو سره مخامخ شي.

دغه لوبډله وایي که دوی له لوبې انکار کړی وای ۲۰۰ یورو جریمه کېدل، او د کرونا په دې سخت وخت کې دا هم د لوبډلې په نسبت ډیر شی دی.

دوی د جرمني ۱۱مې درجه فوټبال کې د دغې سیالۍ لغوه کېدو غوښتنه کړې وه، خو ځايي فوټبال ادارې یې له لغوه کولو انکار کړی و.

د لوبې په پېل کې د ریفډورف لوبډلې یو لوبغاړی میدان ته ښکته شو، د اصولو سره سم یې توپ مخالف لوبغاړي ته پاس کړ او نور یې ټول لوبغاړي څنډو ته شول، چې هغوی هم په ارامه فضا کې ۳۷ ګولونه ووهل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x