نړۍ

خیبر پښتونخوا: لویر دیر کې د جنازې په مراسمو کې چاودني ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: خیبر پښتونخوا: د لویر دیر په ثمر باغ سیمه کې د جنازي په مراسمو کې د یوې چاودني له کبله لږ تر لږه ۳۱ تنه مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.

د تفصیلاتو سره دغه چاودنه چي ګمان کیږي د سرښندونکي برید په ترڅ کې به ترسره شوې وې، په دغه سیمه کې د حکومت سره د هم پلوه قوم د یو جنازې په منځ کې را منځته شوله.

د پولیسو یو چارواکي سلیم مروت رویټرز خبري اژانس ته وویل چي دا سرښندونکی برید وو، چي د جنازې په منځ کې را منځته شو.

تر اوسه ددې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو ګمان کیږي چي په سیمه کې د حکومت مخالف وسلوالو ډلو له خوا به ترسره شوی وي.

خو د تیرې سې شنبې په  ورځ د یو سکول پر بس باندي هم برید شوی وو، او پنځه کسه وژل شوې وه، چي په اړه يې مخالفینو ویلي وه چي دوی ترسره کړی ځکه چي دغه بس د حکومت سره هم پلوه قوم ملکیت وو.

د یادوني وړ ده چي تر اوسه ۲۰ پاکستاني ماشومان د پاکستاني حکومت د مخالفینو سره ځکه د اختر راهیسي بندیان دی چي هغوی د هغي قبیلې دي، کومه چي د حکومت سره د وسلوالو په ځپلو کې همکاري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x