افغانستانسولې اړوند خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له «ملا برادر اخند» سره لیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی «لیو جیان» د یوه پلاوي په ملتیا دوحې ته تللی او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» سره لیدلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي «نن مازدیګر د افغانستان اسلامي امارت د سياسي مرستيال او دسياسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند سره له مل هيئت او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي  استازي لیو جیان او ور سره مل هيئت تر منځ ملاقات ترسره شو.»

نعیم وړاندې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه نظر تبادله شو او  د چین ځانګړي استازي د خپل هیواد په استازیتوب د سولې په پروسه کې  د همکارۍ ډاډ څرګند کړ «په ملاقات کې د افغانستان لپاره دچين هېواد ځانګړي استازي سره د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې په اړه تبادله نظر وشو.نوموړي په دې اړه د خپل هېواد د همکارئ ډاډ څرګند کړ. ور سره يې دخپل هېواد د بهرنيو چارو وزیر سلامونه او نيکې هيلې محترم ملا صاحب ته وړاندې کړل.»

دغه لیدنې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پيل شوي او د دواړو لورو تخنیکي ټیمونو له تېرو څو ورځو راپدېخوا د ناستو لپاره د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه بحثونه روان ساتلي.

تېرو دوو ورځو کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې او د جرمني ځانګړي استازي هم له طالب چارواکو سره د افغان سولې پروسې په اړه بحثونه کړي او د خپلو هیوادونو له لوری یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x