افغانستان

په یو وسله وال برید کې د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال ویشتلی او وژلی دی.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته ویلي، د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال نن سهار ۵ نیمې بجې د پکتیا پوهنتون ته پر لاره دناپېژاندو وسله والو له برید سره مخ شوی دی.

منګل زیاتوي، په دغه بریدکې غروال لومړی ټپي شوی، چې وروسته یې د ژورو ټپونو له لاسه ژوند بایللی دی.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې ایوب غروال د شخصي دښمنۍ له کبله وژل شوی او د هغه وژنه سیاسي لامل لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x