افغانستاند سولې څار

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بین الافغاني مذاکراتو له پيلېدو تود هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۹ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بین الافغاني مذاکراتو له پيلېدو تود هرکلی کړی او له یوه خپلواک او خود مختار افغانستان یې خپل ملاتړ اعلان کړی.

د امنیت شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلېدو ته خوښ دي او په دې باور دي، چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه کولای شي یوه دایمي او هر اړخیز اوربند او سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او د افغانستان شته ستونزه حل کړي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د مذاکراتو دواړه لوري باید د باور فضاء رامنځته کړي تر څو د جګړې شدت ورسره کم شي او خبرې په یوه ښه فضاء کې وړاندې ولاړې شي.

امنیت شورا د دې تر څنګ د افغان سولې په پروسه کې د همکارو هیوادونو په ځانګړي ډول له قطر مننه کړې او په دې برخه کې يې د ملګرو ملتونو هڅې هم ارزښتمنې بللې.

د امنیت شورا له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو په هدف په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي.
دغه مذاکرات په داسې حال کې پیل شوي، چې د هیواد دننه جګړه روانه ده او توپچي او هوايي بریدونو او بمباریو د ولس ژوند تریخ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx