نظــر

پارلمان د څه لپاره؟

اکرام الدين کامل

نن د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي خبر ورکړ چې ولسمشر د ثبت احوال نفوس قانون کې تعدیلات توشیح کړي دي. د یادو تعدیلاتو له مخې به په الیکترونیکي تذکره کې د مور نوم لیکل کیږي.

د صدیقي د خبر سره سم لومړۍ پوښتنه ماته دا راپيدا شوه چې ایا ولسي جرګه رخصت ده چې ولسمشر غني د تقنین چارې هم پر مخ وړي؟ خپلو نېږدې ملګرو سره مې پوښتنه وکړه، ځواب منفي و. حیران پاتې شوم، چې څومره په اسانه قوانین تر پښو لاندې کیږي او ادارې او بنسټونه د تباهۍ خواته ورټیل وهل کیږي.

د ولسمشر په درست حقوقي ټیم کې یو چا هم هغه ته دا وریاده نه کړه چې د اساسي قانون د ۷۹مې مادې له مخې تقنیني فرمانونه حکومت یواځې د ولسي جرګې د رخصتۍ په حالت کې د بېړنۍ اړتیا پر اساس ترتیبولای شي. دغه تقنیني فرمانونه باید د ملي شوری د لومړۍ غونډې تر جوړیدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو کې هغې ته وړاندې شي او که د ملي شوری له خوا رد شي، تقنیني فرمان اعتبار نه لري. معنا دا چې د تقنین چارې محض د ملي شوری واک و صلاحیت دی او که د رخصتۍ په موده کې کوم تقنیني فرمان ولسمشر توشیح کوي، باید تر رخصتۍ وروسته ملي شوری ته وړاندې شي او تصویب شي، د عدم تصویب په صورت کې تقنیني فرمان اعتبار د لاسه ورکوي.

په لنډو الفاظو يې که ووایو، د تقنیني فرمان د ترتیب او توشیح لپاره دوه مهم شرطونه دي چې حتما باید پوره شي:

لومړی شرط د ولسي جرګې رخصتي ده. که ولسي جرګه رخصت نه وي، حکومت نشي کولای تقنیني فرمان ترتیب او توشیح کړي.

دوهم شرط دادی چې دا فرمانونه باید یواځې هغه وخت ترتیب شي چې عاجل په کار وي. که بېړنۍ اړتیا نه وي هم دوی نشي کولای تقنیني فرمان ترتیب او توشیح کړي. حکومت باید د تقنیني فرمان د بیړني توب لپاره لایل ولري.

اوس پوښتنه داده چې د ثبت احوال نفوس په قانون کې د ایزاد مادې د زیاتېدو لپاره داسې څه موجود ول چې باید حکومت پرې عجله کړی وی؟ موږ چې څومره لوستي د هر قانون د جوړیدو لپاره باید اوږده مطالعات ترسره شي، سټيک هولډرز خبره واوریدل شي، کلتوري، اقتصادي او مذهبي اړخونه يې وڅېړل شي او بیا د قانون طرحه جوړه شي. په یو شمير هیوادونو کې مخکې تر دې چې قانون پارلمان ته وړاندې شي د یوې مودې لپاره یې طرحې د عامو خلکو د نظر تر لاسه کولو لپاره خپریږي څو د عامو خلکو نظریات هم ترلاسه کړي او په پام کې يې ونیسي. حکومت په دغه برخه کې څه مطالعه کړې؟ که يې کړي وي مهرباني دې وکړي شریک دې کړي.

دوهمه پوښتنه داده چې که ولسمشر یا اجرائیه قوه بالعموم د تقنین چارې هم پر مخ وړي بیا يې پارلمان څه ته جوړ کړی دی؟ چې نه د نظارت حق ورکوي، نه د استیضاح حق ورکوي نه وزیران پارلمان ته معرفي کوي، اساسي تشکیلات هم په خپله خوښه زیاتوي، لغوه کوي، تقسیموي، نور چې هر ډول صلاحیتونه د ولسي جرګې دي هغه دی په یواځې ځان په خپله مخته وړي. د ولسي جرګې یو څه صلاحیت د تقنین و، هغه هم دوی پر غاړه واخیست، او د قوانینو تعدیل کې يې ملي شورا بای پاس کړه. زه نه پوهیږم چې په دې لسګونو مشاورینو کې یو داسې څوک پیدا نشو چې ولسمشر ته ووايي چې ته به ۳-۴ کاله پس ځې، دغه سستم چې تا اوس روان کړی او دا بنسټونه او ادارې چې ته اوس ورانوې دا والله که بیا شل کلونو کې هم ځای ته راشي. دا به بیا یو رواج شي، داسې بد رواج چې سمول به یې تر ډېره بيا ناممکن وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x