افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: داخلي اختلافونه به د کابل د مذاکراتي پلاوي مؤقف د طالبانو په وړاندې ټيټ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» وایي، په اوسني وخت کې اړتیا ده چې د وحدت او له یو بل سره د روغې جوړې غږ پورته شي؛ کنې د افغانستان دننه اختلافونه به د «دولتي پلاوي» مؤقف د طالبانو په وړاندې ټيټ کړي.

نوموړي که څه هم په مشخص ډول د اختلافونو کومه بېلګه یاده نکړه؛ خو دغه څرګندونې یې د سولې عالي شورا د پخواني رییس «برهان الدین رباني» د نهم تلین په مناسبت رابلل شویو مراسمو کې وکړې، چېرې چې د حکومت د بهرنیو چارو پخواني وزیر «صلاح الدین رباني» د سولې چوکاټ نیمګړی یاد کړ او یاده يې کړه چې له کابله تللی پلاوی د ټول افغانستان استازیتوب نشي کولای.

عبدالله وویل، چې د مذاکراتو په مېز د دوو ټیمونو تر منځ اختلاف یو عادي کار دی؛ خو د افغانستان دننه باید اختلافونه ختم او وحدت رامنځته شي او که داسې ونشي، د «دولتي پلاوي» مؤقف به د طالبانو په وړاندې ټيټ شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې له طالبانو سره د دښمنۍ پاڼه باید نور وتړل شي او دی په همدې موخه قطر ته تللی وو «د سولې خبرې باید دښمني پای ته ورسوي، او اوسنی د سولې فرصت باید ضایع نکړل شي، هره ورځ تر سلو زیات افغانان وژل کېږي.»

د عبدالله له قوله، له کابله مذاکراتي ټیم له طالبانو سره ښه بحثونه کړي، په ځینو برخو کې توافق ته رسېدلي او تر څنګ یې داسې موضوعات هم بحث شوي، چې لا یې هم په اړه د نظر اختلاف موجود دی.

یاده دې وي، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د افغان جهتونو او طالبانو مذاکراتي ټیمونو له طالبانو سره د مجلس د کاري اصولو او طرزالعملونو په وروستي کولو بحثونه کوي؛ خو لا هم په ټولو برخو کې موافقې ته نه دي رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx