افغانستان

«د غزني د استیناف محکمې دوه غړي طالبانو نیولي» 

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، د یاد ولایت د استیناف محکمې دوه تنه لوړپوړي غړي په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو له لوري نیول شوي.

د غزني د استیناف محکمې رییس «سکندر حیدري» وايي، د استیناف محکمې مرستیال «اسدالله رحماني» او د عامه امنیت د دیوان قاضي «شمش الحق شمش» وړمه ورځ «پنجشنبه» په داسې حال کې چې د غزني لور ته روان وو، د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو له موټر څخه کوز کړي او له ځانه سره یې بوولي.

د حیدري له قوله، د دوو ورځو په تېرېدو لا هم د هغوی د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.

نوموړی د میدان وردګو په امنیتي چارواکو غږ کوي، چې د یادو شویو کسانو د بیرته موندلو لپاره پلټنې وکړي.

طالبانو تر دې اړه د یادو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي نیولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x