افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: اسلامي نظام د  «اسلامي امارت» شخصي غوښتنه نه؛ بلکې د ولس د هر فرد هیله ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د مذاکراتو د پروسې له پيلېدو سره سم ددوی د اسلامي نظام غوښتنه په یوه شخصي غوښتنه تعبیرېږي؛ خو په حقیقت کې دا د ولس د هر فرد هیله ده چې د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي.

طالبانو د اوونۍ تبصره تر عنوان لاندې خپره کړې تبصره کې ویلي، چې د مذاکراتي پروسې له پیلېدو را وروسته د اسلامي نظام غوښتنه د طالبانو په شخصي غوښتنه تعبیرېږي؛ خو دا شخصي غوښتنه نه؛ بلکې د ولس د فرد، فرد غوښتنه ده چې د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي « اما واقعیت دا دی چې اسلامي نظام یوازې د اسلامي امارت نه بلکې د دې ولس د فرد فرد غوښتنه ده. ځکه د افغانستان تقریبا سل فیصده خلک د اسلام په مبارک دین عقیده لري. اسلام یې یوازې په خوله او زړه نه دی منلی بلکې اسلامي احکامو ته عملي التزام لري.»

تبصره کې وړاندې راغلي، چې افغانانو د خپلې اسلامي عقیدې او دیني تشخص د ساتنې په موخه یو ځل له کمونیزم سره مبارزه وکړه او بیا یې د امریکا خلاف له توانه پورته قربانۍ ورکړې، تر څو د اسلامي نظام له حاکمیته برخمن شي « زموږ ولس د خپلې اسلامي عقیدې او دیني تشخص د ساتنې لپاره یو ځل د کمونیزم پر خلاف په مبارزه کې درنې قربانۍ ورکړې او وروسته یې د امریکایي اشغال په وړاندې له توان پورته مبارزه وکړه. دغه درنې مبارزې او قربانۍ د کوم مادي هدف لپاره نه وې، بلکې د اسلامي معنوي ارزښتونو د ساتنې او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره وي.»

تبصره کې طالبانو سره له دې چې هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکي اسلامي نظام په اوسني پېرکې د تطبیق وړ نه دی؛ وړاندې يې ټینګار یې کړي، چې اسلام آخري دین او د انساني ژوند د رهبرۍ لپاره وروستنی دستور دی چې الله تعالی رالیږلی دی او تر قیامته د تطبیق وړ او د هرې زمانې ستونزې حل کولای شي.

د طالبانو له قوله، همدا درې لسیزې وړاندې ډېرو هغو کسانو چې اوس د «مخالف صف» په مذاکراتي پلاوي کې غړیتوب لري، د اسلامي نظام جوړول یې خپل مرام باله؛ خو وروسته د حالاتو توپان«له خپل مسیره واړول» چې اوس باید بیرته د علیاء اهدافو د تحقق لپاره راوګرځي « دا چې د حالاتو توپان ځیني کسان له خپل مسیر څخه په بله کړل، باید پوه شو چې اوس هغه توپان تېر شوی دی. اوس د دې وخت دی چې د اسلامي داعیې ټول بیرغداران باید په خپل علیا دیني اهدافو او مبادئو ټینګار ولري. خپل هیر شوي شعارونه یو ځل بیا را تاند کړي او په دې ډول باید د مؤمن ملت له هغې داعیې سره ملګري شي چې هم دنیوي نیکنامي او سرلوړي لري او هم اخروي سعادت په کې نغښتی دی.»

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان جهتونو او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو مذاکرات روان دي.

که څه هم تر دې دمه د یادو خبرو د اجنډا په اړه توافق نه دی شوی؛ خو د طالب لوري له څرګندونو ښکاري، چې تر هر څه وړاندې غواړي د اسلامي نظام په اړه بحث وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د مضمون لیکونکی لیکی: « اما واقعیت دا دی چې اسلامي نظام یوازې د اسلامي امارت نه بلکې د دې ولس د فرد فرد غوښتنه ده. ځکه د افغانستان تقریبا سل فیصده خلک د اسلام په مبارک دین عقیده لري. اسلام یې یوازې په خوله او زړه نه دی منلی بلکې اسلامي احکامو ته عملي التزام لري.» که دا خبره دی حقیقت ولری بیانو توبی وکاږی چی څومره بیچاره خلک مو بیځایه شهیدان کړل. تاسی ټول قاتلین یاست اوس پوه شوی چی د افغانستان خلک سل فیصده مسلمانان دی رنګ مو ورک شه لا له امارت سره.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x